پس چه بايد كرد مع مسافر ژباړه سيد تقويم الحق كاكاخېل فهرست شمېر سرليك مخ 1. د كتاب لوستونكي ته 745 2. تمهيد 745 3. لمر ته خطاب 749 4. د كليم( حكمت 752 5. د فرعون حكمت 755 6. لا ا لٰه الا الله 758 7. فقر 762 8. مردِ حُر 770 9. د شريعت رازونه 773 10. د هنديانو په بې اتفاقۍ يو څو اوښكې 779 11. موجوده سياست 781 12. يو څو ټكي امت عربيه ته 787 13. اې د مشرق قامونو! اوس څه وكړو؟ 791 14. په حضور كښې د رسالت مآب( 798 15. د سرحد قامونو ته خطاب 809 16. مسافر د كابل ښار ته راځي او د اعلٰى حضرت شهيد په خدمت كښې حاضريږي 813 17. د شهنشاه بابر "خلد آشياني" پر مزار 817 18. د غزني سفر او د حكيم سناييرح مزار 818 19. د حكيم سناييرح روح د جنت نه ځواب وركوي 821 20. د سلطان محمودرح پر مزار 824 21. د لېوني مناجات د غزني په كنډرو كښې 826 22. قندهار او د خرقې مباركي زيارت 828 23. غزل 829 24. د خرقې شريفي زيارت 830 25. د احمد شاه بابا مؤسس ملت افغانيه پر مزار 832 26. د اسلام باچا اعلٰى حضرت ظاهر شاه ته خطاب 834 د كتاب لوستونكي ته نوي تازه سپاهيان ور استومه د مينې د ملك چي په حرم كښې ويره ده د بغاوت د عقل زمانه هيڅ په حقيقت د دې خبر نه شوله جنون قبا ده برابر ده په قامت د عقل تر داسي ځاى ورسېدم چي مي تر غېږه كړله زما د بام و در طواف دى سعادت د عقل دا خيال ونه كړې چي د عقل تول او تله نشته د مسلمان بنده نظر دى قيامت د عقل تمهيد پېرِ روم زما مرشد روشن ضمير د مستۍ د محبت د كاروان مير ځاى يې پورته له سپوږمۍ او له آفتاب كهكشان يې د ضمير راكښو طناب د قرآن نور يې په منځ كښې د سينې جامِ جم يې شرمنده له آئينې يو نغمې د هغه پاك ذات د شپېلۍ بيا زما خاورې كښې ګډې كړې غلۍ وې چي روح بيا په رازونو خبردار شو لمرخاته له درانه خوبه را بيدار شو ورته يې وركړې نوې- نوې ولولې ترې يې پرې كړې د ګلونو زولنې يو ته پوه يې په رازونو د يورپ نور ټينګ نه شو په اورونو د يورپ د خليل( په شانې مست اوسه پكښې تار په تار كړه د عمرونو بتخانې اصل ژوند دى د امت جذبِ درون كم نظره ورته نوم ږدي د جنون هيڅ يو قام د دې شينكي آسمان د لاندي نه دى لاړ بې لېونتوبه مه په وړاندي په كلك نيت او په توكل مومن قاهر دى كه دا دواړه پكښې نه وي نو كافر دى دا مومن شي بېلولاى خير و شر له نظره يې عالم زېر و زبر له ګوزاره يې رېزې- رېزې كمر په ګرېوان كښې يې هزار رنګه محشر چي دي جام يووړو زما له ميخانې بيا دي نوې كړې وخت تېرې تماشې په چمن لكه بوى اوسه پټ څرګند په رنګونو كښې له رنګه بې پيوند دي تا دور د روح په راز نه دى آګاه دين يې څه دى بې له حبِ غيرالله فلسفي په دې نكتو كله پوهيږي خيال يې تش له آب وګِله را تاويږي سترګې يې نه كړلې رڼا په نور د زړه نور څه نه ويني خو زېر او شنه او سره ښه هغه چي نه كړي زړه په چا پيرزو ځولنې له غيرالله لر كړي له پښو د زمرو په راز به څه پوهيږي غوا بې زمرو بل چا ته مه كړه دا وينا د كم ذاته سره څښلې نه شي مي كه باچا شي د فارس او روم د ري كه يوسف زموږ د پړانګ د پنجو ښكار شي له دې ښه دى چي ناكس يې خريدار شي د دنيا خلـګ بې فكره بې بېلتونه اطلس نه پېژني بيه كړي ټاټونه د عجم د شاعر څه ښكلې وينا ده چي لمبه يې له تاثيره تن كښې سا ده "د دنيا خلګو ته چيغې د عاشق وي لكه بانګ د فيرنګيانو په وطن كښې بيا څه ووايه له دين له سياسته بيا څرګند بيان كړه دا دواړه حكمته غم خوره، مه خوره د غم كارو خلګو نان غم هوشيار خوري او شكرې ماشومان ((رومي)) په فقير باندي وي بار خپله قبا بل څه مه وړه بې خوشبوى لكه صبا ته قلزم يې؟ سر په دشت و در وهه ته شبنم يې؟ ځان تر ګلو رسوه راز د حق د اهلِ حقو نه پټ نه دى د مومن په روح خبر يې چي دا څه دى؟ څاڅكي پرخه چي په مينه د افشا خپله غوټه يې په خپله كړله وا د آسمان له خلوتونو را بهر شوه د خودۍ نه په خپل زړه ور برابر شوه مخ يې نه كړو د سيندونو په طرف ځان يې ورك نه كړو لمن كښې د صدف د سحر غېږ كښې پرته يو لحظګۍ بيا ور وڅڅېده زړه كښې د غوټۍ ((( لمر ته خطاب اې باچا د لمرخاته مهر منيره! شوه له تا هره ذره روشن ضميره دا جهان سوز و سرود مومي له تا هر يو پټ ته وركوې خوند د افشا د كليم( له لاسه زياته ځلقنده ستا د سرو كشتۍ د سپينو په چينه ستا شغلو سپينې سپوږمۍ ته رڼا وركړه او د كاڼي زړه كښې يې لال ته ځلقا وركړه د لاله داغ د سينې ستا بركت دى هم يې وينه كښې څپې ستا بركت دى نرګس سل پردې كړي څيري را بهر شي چي د تا د پلوشو نه بهره ور شي په خير راغلې توره شپه دي كړه صبا هر ونه دي كړه ونه د سينا ته رڼا يې د سحر زه نيمه شپه په دې زړه كښې مه كړه بله يو ډيوه په خپل نور مي توره خاوره كړه رڼا په جلوه كښې مي در ونغاړه صفا چي د شرق د فكر توره شپه صبا كړم د آزادو د سينو تياره رڼا كړم دا كچه، پاخه په تاؤ د خپل كلام كړم او آشنا نوى ګردش ځنې ايام كړم د مشرق فكر آزاد كړم له فيرنګ او زما له نغمو واخلي آب و رنـګ ژوند ساتلى شي د ذكر په ګرمۍ آزادي راځي د فكر په پاكۍ چي خراب د يو قام فكر اندېشه شي كره زر يې په لاسونو كښې كوټه شي د سينې دننه ومري ژوندى زړه او نظر ته يې بيا نېغ ښكاري كاږه د دنيا له حرب و ضربه كناره شي خپل ژوندون ورته آرام كښې ور ښكاره شي له دريانه يې را خيزي نه څپې مرغلرې يې ټيكري بې معنې نو اول په كار ده فكر كښې پاكي بيا آسانه شي د فكر آبادي د كليم( حكمت نبوت چي د خداى( حكم كړي روان لته وركړي سلطنت ته د سلطان د باچا محل يې خيال كښې بتخانه وي د بل حكم يې غيرت ته تازيانه وي په خدمت كښې يې شي پوخ هر يو كچه يو تازه غوغا ترې واخلي زمانه درس يې دا وي چي خداى( بس دى نور هوس چي بنديان نه شي په بند د ها يو كس له نمۍ يې د انګور څانګو كښې اور شي او له ساه يې موټي خاوره كښې روح خور شي دى معنا وي د جبريل( او د قرآن دى د فطرة الله اوسي نګهبان د فنكار له عقله ښه د ده حكمت له ضميره يې را وځي يو ملت حكمران دى بې پرواه له تخت و تاجه بې سپاهي او بې چوغې او بې خراجه په نظر يې سپرلى جوړ شي له يخنيو او د خم خير يې يې زيات تريخ وي له ميو د سحر په اسويلو كښې يې حيات وي په سحر يې تازه شوى كائنات وي بحر و بر يې په طواف خراب، تراب په نظر كښې يې پيغام د انقلاب د "لا خوف عليهم"* درس وركوي په سينه كښې د آدم زړه ځايوي ورښيي تسليم د عزم او د رضا وركوي لكه ډيوه ورته رڼا خبر نه يمه چي څه جادو كوي خو د تن دننه روح بدَلَوي په صحبت يې مرغلرې شي ټيكري په حكمت باندي يې ډك شي هر خالي درمانده بنده ته وايي چي پاڅه دا زاړه معبودان كړه ذره- ذره بنده ورك كړه جادو د دې دنيا په دې دوو ټكو د ربي الاعلٰى فقر غواړې له خالي لاسه مه ژاړه عافيت په حال كښې نه په مال كښې غواړه اخلاص، صدق او صفا او سوى او درد نه سره سپين او كېمخابونه شنه او زرد ځوانه! تېر شه له "كاوس" او له "كې" ځه خپل طواف كوه، د بل د كوڅې نه له خپل ځايه لرې پروت يې افتاده ټپوس كيږه مه چي يې شاهين زاده يو غريب مرغى چي راشي د باغ خوا له چرته جوړه كړي د خپلي خوښې ځاله ته چي فكر دي اوچت دى له آسمانه دا غريب مرغى زيات مه ګڼه له ځانه بيا دا نهه آسمانونه كړه بِنا او په خپله مرضۍ جوړه كړه دنيا په رضا كښې چي فنا شي د مولا دا مومن بنده قضا شي د مولا دا څلور واړه طرفه شنه فضا د هغه له پاك ضميره شي پيدا پخوانو غوندي رضا كښې شه فنا خپل ګوهر كړه له صدفه را جدا په تيارو كښې د دې كاڼو د جهان د فطرت په نور رڼا كړه خپل چشمان چي د حق جلال دي نه شو په نصيب نو د حق جمال دي نه شو په نصيب ابتدا د مستي ميني قاهري ده انتها د مستي ميني دلبري ده مومن دى له كمالاتو د وجود دى وجود دى او باقي هرشي نمود كه را خپل كړي سوز و تاب د لا ا لٰه په مراد به د ده ګرځي مهر و ماه د فرعون حكمت د اربابِ دين حكمت مي كړو بيان د اربابِ كين حكمت كړم در عيان د اربابِ كين حكمت دى مكر و فن مكر و فن؟ تخريب د روح تعمير د تن يو حكمت د دين له قيده بې پروا او د شوق له ځايه پروت لري بل خوا په تدبير يې د مكتب دا وي نظام په خواهش د مالك سوچ كوي غلام د قام شېخ چي ښايسته مجلس لري په مراد دده خپل دين نوى كوي په منتر دده يو قام شو په منځ نيم سم به نه شي بې كوتكه د كليم هاى! دا قام چي د پردو په تدبير مري خپله ځاله ورانوي بل جوړوي په علمونو كښې به شي صاحب نظره او له ځانه له وجوده بې خبره د غمي نه يې د حق نقشې كړې ورانې زړه كښې و ټوكېدې مړې شوې آرزوګانې بې نصيبه دى اولاد د غيرتي روح د تن مړې په قبر كښې ساتي د حيا نه بې خبره بوډاګان جينكو غوندي ځلمي مشغول په ځان آرزوګاني يې په زړه كښې نه ټينګيږي ژوندون نه ويني خو مٌړي را پيدا كيږي جينكۍ يې خپلو زلفو كښې نښتونكي شوخ نظره، ځان ښيونكي، عيب ويونكي جوړې- جوړې غوړې- غوړې زړه وركړي دواړه ورزي لكه توري بهر كړي سپينې لېڅې يې مزې دي د كتو د مهي سينه په مينځ كښې د څپو يو ملت دى خاكستر يې بې شرر له ماښامه يې لا زيات تور دى سحر په تلاش د ساز سامان دى سر تر سره كار يې څه دى؟ د ژوند فكر د مرګ ويره مالداران يې دي شومان او عيش پرست مغز نه ويني په تش پوستكي مست د حاكم طاقت ته پروت وي په سجده زيان د دين او د ايمان ګڼي فايده ځان يې نه كړلو له ننه را جلا خيال تې نه راځي نقشونه د صبا په ترخونو كښې دفتري د نيكونو او بې برخي دي د دوى له عملونو دين يې غير سره وفا عهد محكم جوړوي دير چي په خښتو د حرم آه دا قام چي شو له حقه لاس پر سر مړ شو بيا هم په خپل مرګ نه شو خبر ((( لا ا لٰه الا الله يو نكته ده وايي دا مردانِ حال لا جلال دى د امت الا جمال لا او الا كاينات را ټينګوي لا او الا دروازې بېرته كوي دا تقدير دى د جهانِ كاف ونون لا حركت پيدا كوي الا سكون چي څو پوه نه يې په راز د لا الٰه شلوى نه شې زولنې د غير الله په دنيا كښې دى هر كار شرو په لا دى اول منزل د خداى د بنده دا كوم ملت چي په دې سوز وتړپېدو ځان يې بيا له خپلې خټې پيدا كړو دى ژوندون د غير الله ته ويل لا ده په دغه هنګامه تازه دنيا هر ګرېوان نه دى په دې لېونتوب چاك ښايي نه داسي لمبې ته هر خاشاك دغه يوه جذبه په زړه كښې د يو ځوان سل د لاري ناست په لاره كړي روان ته غلام غواړې په جنـګ د خپل آقا موټي خاوري ته يې كړه ګډ تخم د لا چي دا سوز د چا ور ګډ شي په حيات د قيامت له هوله، هول وي د ده زيات لا، مقام دى د ضربونو پى به پى دا د تندر شور دى ساز نه دى د نى هر يو شته يې په ګزار شي نيست نابود چي بهر شي له ګردابه د وجود درته وايم د عربو زوړ روزګار چي خبر شې د كچه او پوخ په كار رېز مرېز يې په ګزار لات و منات په جهاتو كښې آزاد شو له جهات چاك در چاك زړه قبا د دوى له لاسه مړ قيصر شو مړ كسرٰى د دوى له لاسه كله غر يې له بارانه په ژړا كله سيند يې له طوفانه په ژړا جهانونه يې په اور كښې لكه خس دغه ټوله هنګامه ده د "لا" بس دى زوړ دير كښې مسلسل و تړپېدو يو تازه جهان يې بل وټوكوو د حق بانګ ګور د ده سحر خيزي ده څه چي وينې دا د ده تخم ريزي ده دا چي بلې د لاله ويني ډيوې ټوكېدلې يې دي پر غاړه د چينې د غير نقش يې ووينځلو له سينې موټي خاوري يې پيدا كړې هنګامې دا چي وينې په دې دور كښې د فيرنګ غلامي او آقايي سره په جنـګ د روس زړه شو وينې- وينې او ځيګر د ضمير نه يې يو "لا" شو را بهر زوړ نظام يې لاندي باندي وويشتلو په نشتر يې د دنيا رګ ووهلو ما يې كړي مقاماتو ته نګاه "لا سلطان"، "لا" كليسا او "لا الٰه" پاتې فكر يې سيلو كښې شو د "لا" اسا يې لا نه ړو تر ځايه د "الا" دا كېداى شي چي په زور كښې د جنون ځان يو ورځ له دې سيليو كړي بېرون آرام نه كوي د "لا" ځاى كښې حيات د "الا" خوا ته روان وي كاينات "لا" او "الا" ساز و برګ دى د امت بې اثباته نفي مرګ دى د امت محبت كښې پخېداى نه شي خليل( چي څو "لا" يې د "الا" نه شي دليل• د حجرې په مجلسونو مبتلا يو نمرود ته چيغه ووهه د "لا" ته د "لا الٰه" په زور نا خبر مه شې نه ارزيږي دا چي وي په دوه اوربشې چي د چا په لاس كښې توره وي د "لا" هغه دى په هر وجود فرمان روا فقر اې د خټو بندګانو! فقر څه دى؟ يو دانا بينا نظر، يو ژوندى زړه دى فقر خپل روزګار پخپله سنجول دي او د "لاالٰه"نه تاؤ را تاؤ كېدل دي فقر څه؟ خېبر ګټل په اوربشينه فقر تل د باچهانو ښكار كوينه فقر ذوق او شوق تسليم او هم رضا فقر دلته امانت د مصطفٰى( فقيري په فرشتو شبخون وهي په بنياد د زمانو شبخون وهي تا په بل اوچت مقام ورغورزوي الماسونه د ښيښو نه سازوي له قرآنه ساز و برګ د ده سازيږي يو فقير سړى په كند كښې نه ځاييږي په مجلس كښې كم اميزه كم سخن خو د ده په ساه وي ګرم انجمن بې وزرو ته ذوق وركړي د پرواز نري ماشي ته زور وركړي د شهباز چي سلطان سره په جنـګ ورشي فقير د شړ له زوره ورپي سرير لېونتوب يې غوغا ګډه كړي په ښهر مخلوقات خلاص كړي له ظلمه او له قهر بې له هغې صحرا دى نه ديره كيږي چي شاهين يې له كونتر ځنې وېرېږي زړه يې زور لري په جذب و په سلوك هر باچا ته وهي چيغه لا ملوك زموږ خاوره كړله اور هغه لمبې چي له خسه يې په ويره ځي شغلې هغه قام به نه شي جنـګ كښې چاته لر چي پكښې اوسي يو مردِ قلندر ټول عزت زموږ د ده په استغنٰى دى سوز زموږه د ده شوقِ بې پروا دى ته د ده په آئينه كښې ځان ته ګوره چي خبر يې د څرګند دليل له زوره دى قوت د دين د فقر بې نيازي او حكمت د فقر دى دلنوازي هر مومن ته وايي دا سلطان (صلعم) د دين "چي مسجد زموږ دا ټول روئې زمين"* الامان له ګردشونو د آسمان چي زموږ په مسجد نور شي قابضان سخت كوشش كړي هر بنده په زړه صفا چي تر لاسه كړي مسجد د خپل مولا وايې ته پرېږده دنيا؟ مه وايه دا پرېښول دا دي چي قبضه كړه دا دنيا په دنيا ور سورېدل د دې پرېښول دي او له دې مقامه مخكښې تېرېدل دي دا د خاورو خټو ملك د مومن ښكار دى باز خپل ښكار پرې ايښى؟ دا څنګه روزګار دى؟ په حل پوه نه شوم د دې نكتې مشكلي چي شاهين له آسمانونو تښتي ولي؟ حيف هغه شاهين چي نه كړي شاهيني يو مرغۍ د ده په لاس نه شوه زخمي پروت په ځاله كښې حيران و پرېشان ويې نه ليدو الوت د شين آسمان د قرآن فقر حساب د ؤ او شته نه سرود، رقص، رباب، مستي، نشه د مومن فقر تسخير د شش جهات چي بنده كړي په اثر مولا صفات د كافر فقر خلوت د دشت و در د مومن فقر لرزا د بحر و بر د هغه ژوندون سكون په غر په غار او د ده ژوندون يو مرګ دى باوقار هغه خداى غوښتل او خپل بدن پرېښول دا خودي د خداى په كاڼي تېرول هغه څه؟ خودي وژل او سوزول دا خودي لكه ډيوه رڼا كول چي څرګنده فقيري شي پر جهان له هيبته يې لمر، سپوږمۍ شي په لرزان ميدان ګرم كړي د بدر و د حنين را اوچت كړي تكبيرونه د حسين( فقيري چي اوس ځان نه څرګندوي بې جلاله پاتې شوه مسلماني هاى! دا موږه او هاى! دا زړه دنيا د "لا" توره له ستا لاس كښې نه زما بېرته زړه له غيرالله كړه اې ځلميه! وركه دا زړه دنيا كړه اې ځلميه! چي د دين غيرت دي نه وي دا څه ژوند دى؟ مسلمانه مرګ له دې ژونده ښه ژوند دى مردِ حق دوباره وزېږوي ځان او د حق په نور رڼا كړي خپل جهان ځان كره كړي په عيار د مصطفٰى( چي پيدا كړي يو تازه غوندي دنيا آه! دا قام به پرېوتو په تقدير نه چي شاهان يې كړو پيدا او فقير نه د دې قام افسانه مه پوښته له ما څه به ووايم چي نه ده د وينا غوټه- غوټه مي مرۍ ده غريو نيولي قيامتونه د سينې دننه ښۀ دي د دې ملك مسلم له ځانه ناديده و يې نه ليد په مودو د خداى بنده په قوت د دين كوي بدګماني كاروانونه خپل په لاره كښې وهي له درې قرنه دا امت زبون او خوار ژوند بې له سوزه، او بې لطفه يې روزګار ذوق يې ړوند، فطرت كچه، خيال نارسا نه يې شوق لري مكتب نه يې مُلا بد فكرۍ كړو په دنيا كښې خوار و زار دښمنيو له خپل ځانه كړو وېزار له مقام او له منزله بې خبره ترې نه خوند د انقلاب هېر شو له سره طبعيت يې صحبت ناخلي د هوښيار نامنونكى، افسرده، بې خونده خوار يو غلام دى چي شړلى خپل مولا خوار، غريب، مفلس، زبون او بې پروا نه په لاس كښې يې طاقت چي سلطان لر كړي نه په زړه كښې يې رڼا چي شيطان لر كړي پير يې دى د فيرنګي د لاټ* مريد او په خوله ښيي مقام د بايزيد وايي دى د دين رونق دى محكومي د ژوندون او د خودۍ نه محرومي د اغيارو حكومت رحمت ګڼي چورلي مست د كليسا نه او بيا مري اې له ذوق و شوق و درده سوي خالي زمانې په موږ څه وكړو؟ څه كوي؟ زمانې موږه له ځانه كړو پردي د جمالِ مصطفٰى( نه كړو پردي چي د ده مينه مو لاړه له سينې له اينې لاړو جوهر د آئينې د دې عصر زړه دي ونه پېژندو په اول داد كښې دي ځان پرې بيالودو چي دماغ دي كشمكش كښې پرېوتو په زړګي دي پيدا نه شوه يو آرزو ځان را ټينګ كړه ناخبره له خپل ځانه يو لحظه شه بې خبره له هرچا نه دا تر كومي غم وسواس خوف و خطر لږ دي ځان له خپل مقامه كړه خبر ډيري لوړې څانګې شته په دې بوستان په پرېوتو څانګو مه تړه آشيان خوږ آواز لرې خوږوې نغمې لرې په كارغانو كښې ځان څنګه ګډوې اول ځان لكه د تورې كړه تېره بيا يې وركړه د تقدير په لاس كښې ته ستا په زړه كښې دي سيندونه سېلابونه چي خسڼي ورته ښكاري درانه غرونه د سېلاب ژوندون په دې كښې دى چي ځي نه يوه لحظه آرام كوي نه مري نه ملا يم، نه فقيه نكته ور نه د فقر دروېشي نه يم خبر د دين لار كښې تېز نظره او سست ګام پوخ زما كچه او كار مي ناتمام چي غمونه د زړګي يې را بخښلي سلو غوټو كښې يې يو ده پرانستلي "له دې سوزه خپله پرخه كړه جدا بيا به رانه شي فقير لكه زما" ((( مردِ حُر مردِ حر په "لا تخفم" دى زوره ور موږ سرټيټي يو ميدان كښې دى زړه ور مردِ حر په لا الٰه روشن ضمير نه غلام وي د باچا نه د امير مردِ حر له د اوښ بارونه وړي مردِ حر بارونه وړي او ازغي خوري مردِ حر داسي مضبوطه پښه كښېږدي چي د لاري نيض له سوزه ټوپ وهي روح د ده په مرګي لا را ژوندۍ كيږي او تكبير يې بې اوازه پورته خيزي چي ښيښې ګڼي د لارې پراته سنګ دا فقير اخلي شاهانو نه قلنګ ګرموي دي طبعيت د ده پياله لويه كړي د ده سيند ده ستا وله باچهان پټ د حريرو په قبا وي د دې بربنډ فقير نه په رپا د دين راز موږ ته خبر ده ته نظر دى د كور دننه موږ ترې نه بهر موږ دوستان د كليسا، مسجد فروش دى له لاسه د حضرت( پيمانه نوش نه پيالې په لاس او نه د مخ غلام دى په مى د الست مست او موږ تش جام د ګل مخ سور دى د ده د نم له زوره تور لوګى يې زيات روښان زموږ له اوره په سينه كښې يې تكبير د امتونو په تندي كښې يي تقدير د امتونو زموږ مخ كله ګرجې ته كله دير ته دى روزۍ له هم متازه نه وي غير ته موږ بنديان د فيرنګي دى عبدهُ نه ځايېږي په جهان د رنـګ و بو موږ سهار ماښام په غم د ساز سامان او آخر كښې څه؟ تريخ مرګ مو وي پايان ده ته مرګ له مقاماتو د جهات بې ثباته دنياګۍ كښې يې ثبات خاوندان د زړه زموږ صحبت كښې مړه او د ده صحبت كښې خټې مومي زړه په ګمان او ظن تړلى زموږ كار او د ده خبرې كمې ټول كردار موږ نهر كلي پر كلي كړو ګدا د ده فقر لري تېغ د "لا الٰه" موږ بڼې سپكې، سيلۍ مو وړي را وړي دى په درز له غره چينې را بيوي د ده خپل شه او پردى شه له جهان كور دي وران كړه، او د كور مالك كړه ځان ګيلې مه كړه د آسمان له چور لندي ځان ژوندى كړه په صحبت د دې ژوندي د كتاب علم صحبت ته نه رسيږي په صحبت كښې د سړو، سړى جوړيږي مردِ حر دى غرق درياب څپې- څپې اوبه اخله له درياب پرېږده ناوې جوش وهي د ده سينه لكه د دېګ لوى- لوى غرونه د ده مخكښې موټى رېګ وي په امن كښې رونق د انجمن لكه باد چي د صبا وي پر چمن او په جنـګ كښې هغه پوهه په تقدير ځان ته خپله كني قبر په شمشير له تا زار شم، له موږ تښته ده ته ځه په لمن پوري يې ځان ونښلوه په دې خاوره كښې زړه نه كيږي يارانو! بې نظره د زړګي د خاوندانو "د يو خس قېمت دي نشته پر دنيا كه لمن دي ټينګه نه كړله د چا" د شريعت رازونه ما د روم له پيره زده كړې څو نكتې ځان مي اوسوځوو خپله په هغې كه د دين د پاره مال پورته كوې نعمَ* مال صالح به رسول( وې ((رومي)) كه په دې حكمت دي تا نه وي نظر ته غلام يې او مالك دي سيم و زر له تش لاسو فراخي مومي ملت او له داسي اميرانو مصيبت نوى كار هر يو د ده په نظر خوار وي او د هر زوړ او بېكاره خريدار وي ناروا ده ته روا، روا خراب وېرېدونكى له غوغا د انقلاب د مزدور په ډوډۍ موړ كارخانه دار د مزدور د لور عزت كړي تار په تار په حضور يې غلام ژاړي لكه نى فريادونه يې په شونډو پى به پى صراحي كښې څه لري نه په پيالو كښې محلونه جوړ كړي ګرځي په كوڅو كښې امير هغه چي فقير غوندي اوسيږي او په دې زمانه هم د خداى ويريږي چي زده نه كړي كوم سړى اكلِ حلال د هغه ژوند شي په قام باندي وبال اٰه! يورپ په دې نكته نه دى آګاه هم پوه نه دى په "ينظر بنورالله"* دى پوه نه دى په حلال او په حرام فلسفه يې ده كچه كار ناتمام يو امت په بل امت باندي څريږي دى دا نه كري حاصل د هغه كيږي د غريبو نه مړۍ تروړل حكمت دى او د دوى له تنه روح وكښل حكمت دى د دې نوي تهذيب كار بنديان څيرل دي دا څيرل سوداګرۍ كښې پټول دي دا بېنكونه د يهودو چالاكي د انسان له سينې نور د مولا وړي چي څو دړې وړې نه شي دا نظام د تهذيب د عقل و دين فكر دى خام بنيادم په دې جهان د خير و شر خپله نفع پېژنداى شي نه ضرر څوك خبر نه دى د ښه او بد له غمه كومه لاره ورانه ده او كومه سمه د ژوندون له تله شرع شي را پورته رڼا راوړي د دنيا د تيارو كور ته كه د دې حرام ټول ومني حرام تر قيامته به مضبوط وي دا نظام فقيهان دا هسي نه كوي له ځانه ورته وګوره په بل شان د بل خوا نه حكم يې عدل دى تسليم دى او رضا جرړې يې ښخې په ضمير د مصطفٰى( له فراقه وي د زړونو تمنا ته به نه يې كه هغه شو رونما كه له درده دي تر شونډو راشي سا وصل مه غواړه رضا غواړه رضا مصطفٰى( د دې رضا نه كړو خبر نور څه نشته دغه دين دى مختصر د جم تخت لاندي پټ كړى دى بوريا شاهي، فقر مقامات دي د رضا ژاړه مه او د سلطان حكم منه د ميدان په ورځ بحثونه كوه مه د هغه له حكمه مه اوړه څه چي وي چي هيڅ ستا له حكمه مخ نه اړوي د الله په شرع "احسن التقويم"* شه او وارث پرې د ايمان د ابراهيم( شه څه وي نور د طريقت په لاره تلل د ژوندون تل كښې د دين شرع ليدل كه صفا غواړې ليدل د دين رازونه په غور وګوره د خپل ضمير تلونه كه ته نه وينې ستا دين ده مجبوري داسي دين به دي له خداى لرې لري څو چي حق، بنده او نه ويني آشكار را وتې نه شې له جبر و اختيار څو غوپې په خپل فطرت كښې ووهه د حق ځوان شه دا ګومان او شك پرېږده چي خبر شې چي ښه څه ؤ بد څه ؤ؟ څه پټ كړي وو د راز نهو پردو؟ چي له رازه د نبي( واخلي نصيب جبريل( ته هم هغه شي ور قريب اې چي ته په لوى قرآن باندي نازيږې په حجره كښې به تر كومې پټ اوسيږې په دنيا كښې له دين پورته كړه پردې او نكتې د دين كړه هر ځاى كښې خورې چي هيڅوك نه شي محتاج چرې د چا دا نكته د شريعت ده او بس دا څه مكتب او ملا جوړې كړې قيصې بې خبره مومنان له دې نكتې ژوندى قام يې په تاويل د قرآن مړ كړو او بل اور يې په سينه كښې د ځان مړ كړو صوفيان با صفا مي وليدل د مكتب شېخ او ملا مي وليدل يو نبي هم شو پيدا له دې زمانه چي قرآن كښې بل څه نه ويني بې ځانه هر يو كس پوه په قرآن او په خبر او په شرع كښې كم علمه كم نظر عقل و نقل غلامان يې د هوس او منبر يې د روټۍ منبر دى بس څه به وي دا كليمان څه يې رڼا تش لستوڼي لري بې يد بيضا د قامونو كار نيمګړى نا رسا دى په عمل به وښيې چي حق دي تا دى د هنديانو په بې اتفاقۍ يو څو اوښكې اې اټكه! همالې! او اې ګنګا! دا ژوندون تر څو بې خونده بې رڼا بوډاګان له فراسته بې نصيبه او ځوانان له محبته بې نصيبه شرق او غرب آزاد او موږه ګرفتار زموږ خښتې او د بل د كور دېوار ژوندون خپله تېرول په مراد د بل خوب هم نه دى دا خو مرګ دى تل تر تل له آسمانه دا بلا نه را كوزيږي دا مرګى د زړه له تله را ټوكيږي د دې ښكار نه قبر غواړي، نه ملا نه دوستان نه فاتحه او نه دعا نه د ده په غم څوك څيري كړي ګرېوان نه دوزخ غواړي په بل خوا له آسمان حشر نشر نه غوبل او نه غوغا د ده تن كښې خپله پروت د ده صبا څوك چي دلته څه كري دلتې رېبي دا بنده به خداى( ته څه دپاره ځي؟ چي د كوم امت وي زړه بې تمنا هغه نقش، فطرت اوچت كړي له دنيا دا جادو دى اعتبار د تاج و تخت دې جادو جوړ كړو ښيښو نه كاڼى سخت په مرضۍ باندي د ده سحرِ مبين كافر پرېښوه كافري او مومن دين هنديان واړه ور اخته شو يو په بل په زړو فتنو كښې بيا ور پرېوتل فيرنګى اوس د مغرب د سر زمين فيصلې كوي په مينځ د كفر و دين څوك پوه نه شو چي اوبه دي كه سراب؟ انقلاب! اې انقلاب! اې انقلاب! چي د خاورو خټو فكر كوې ته د الله( نه طلب كړه د ژوندي زړه زړه په دغو خاورو خټو كښې اوسيږي خو دا نهه واړه آسمانه ترې څرخيږي چرته خاوره خټه ځان ونه ګڼۍ چي دى، دى ان د افلاك له بلندۍ دا جهان ده ته ديار خوږه كوڅه د يار بوى ګوري قبا كښې د لاله هر ساعت يې له روزګاره سر تېزۍ وي په ګزار يې رېز مرېز د لار تبۍ وي د منبر او د سولۍ سره آشنا دى او خپل اور يې بل ساتلى په رښتيا دى يو وله ده پكښې پټ دى سمندر هر يو موج يې د طوفان راوړي خبر بې روټۍ شي واړه عمر اوسېداى لحظه نه شي بې حضوره پايېداى د وجود د شبستان بله ډيوه هم مجلس دى پرې روښانه هم كوټه داسي زړه په مولا مست په ځان خبر بې له فقره به په لاسو نه شي ور اې ځلمو! لمن يې ټينګه ونيسئ كه پيدا يې غلامۍ كښې آزاد مرئ ((( موجوده سياست كلكوي په كلكو غوټو غلامي كم نظره ورته وايي آزادي د جمهورو هنګامه يې وليده باچهي له يې مخ پټ كړو په پړده سلطنت ته وايي جامع الاقوام په كار پوخ راته ښكاريږي په خوله خام په فضا كښې يې خوريږي نه وزر په كونجۍ يې پرانستاى نه شي يو در د پنجرې مارغه ته وايي د زړه سره! د ښكاري كور كښې كړه ځاله برابره چي په غر په صحرا ځاله جوړوي ځان پخپله باز باښې ته غورزوي له جادو يې مرغۍ مست شي په دانه په مرۍ كښې مړه كړه خپله ترانه آزادي غواړې؟ له داسي دامه تښته تږى مړ شه خو د ده له جامه تښته امان غواړه له ګرمۍ يې د ګفتار الحذر يې له كلامِ پهلو دار* سترګې كړي د ده رانجه زياتې بې نوره او مجبور بنده له دې شي لا مجبوره د شرابو له پيالې يې الحذر هم له بدو، جوارو يې الحذر مردِ حر نه وي له ځانه بې پروا ځان ساته چرته افيم ونه خورې دا كړه فرعون ته د كليم( غوندي وينا چي په يو ګزار دي پړق وچوي دريا زړه مي چوي په بدنامۍ د دې كاروان چي له نور يې ناديده دي اميران تن پرست او په جاه مست او كم نګاه زړه كښې نه لري رڼا د لا الٰه د حرم ځوى او مريد د كليسا تار په تار يې كړه زموږ پرده حيا د ده لاس لمن نيول بيوقوفي ده چي سينه يې له روښانه زړه خالي ده په دې لار تكيه په ځان كړه چي سړي په ړندو سپو ښكار كواى نه شي اوسي آه! دا قام چي سترګې يې پټې كړې له ځانه غيرالله ته يې زړه وركړو په آسانه چي خودي شي د ملت سينه كښې مړه غر نوړي خو باد يې وړي لكه بڼه پروت په خټه كښې يې شته دى لا الٰه خو تر تن ترې يو مسلم نه شه پيدا هغه كس چي بې يقين كړي په يقين له سجدې يې آسمان رپي او زمين د تېغ لاندي يې له خولې ځي لا الٰه او له وينې يې ټوكيږي لا الٰه هغه سوز شته نه مستي نه مشتاقي په حرم كښې ژوندى زړه نه دى باقي مسلمانه! ته په دې ديرِ كهن څو به پروت اوسې قيدي د اهرمن په توفيق كوشش او خوند د جستجو مونداى نه شي بې د شپې له اسويلو تر څو ژوند لكه د خس په سمندر ځان را ټينګ كړه او كلك كاڼى شه د غر خبروي نه څوك د زړه په حال دانا خو خپل غم ساتلى نه شمه له تا غلامۍ كښې پيدا شوى يم غلام لرې پروت يم له مسجدِ حرام چي په نوم د مصطفٰى( وايم درود ويلي- ويلي مي له شرم شي وجود عشق مي وايي "اې چي بل ځاى د تا ستانه ده او سينه دي د بتانو بت خانه ده رنـګ او بوى د محمد( چي نه لرې په درود يې نامه څه خرابوې" له قيامِ بې حضور مي څه پوښتې له سجودِ بې سرور مي څه پوښتې د حق پړق كه يو لحظه وي يو نفس په قسمت كښې د آزادو دى او بس يو آزاد بنده چي پرېوځي په سجود په طواف يې څرخ وهي چرخِ كبود غلامان يې له جلاله ناخبره له جمال يې له زواله ناخبره له غلامه غواړه مه خوند د ايمان كه هزار ځله حافظ وي د قرآن مسلمان دى او پېشه يې آذري د ده دين او د ده پوهه كافري كه لرې د ژوندون سوز په تن او ځان په لمانځه كښې دى معراج د مسلمان او كه ګرمه وينه نه لرې پر تن سجده څه وي؟ زوړ دستور دى د بدن د آزاد اختر كښې شان د ملك او دين وي د غلام اختر بس جمع مومنين وي ((( يو څو ټكي امت عربيه ته تر آبده دي باقي وي ستا صحرا د چا چيغه ده لا قيصر و كسرٰى* د دې لرې او نزدې په دا جهان چا د ټولو نه اول لوستو قرآن اول چا زده كړلو راز د الاالله كوم ځاى بله شوه اول دغه ډيوه حكمت علم ؤ د چا پر دسترخان په آيت د "فاصبحتمپ" كښې د چا شان له سيرابې سا د دې امي لقب سره لاله شولو ميرې- ميرې عرب حريت ساتلى ده غېږه كښې تن دى په رښتيا د ده پرون د خلګو نن دى زړه يې كښېښود په بدن كښې د انسان بې نقابه يې آدم كړلو روښان هر زوړ خداى يې كړلو لاندي تر قدم هر يو شاخ وكړې غوټۍ د ده په نم ګرمي- ګرمي هنګامې بدر و حنين دا صديق، فاروق، حيدر او دا حسين( دا اوچت- اوچت او دروند اذان په جنـګ كښې دا قرآت د والصٰفٰت* روان په جنـګ كښې ايوبيا توره نظر د بايزيد د دوو كونو خزانو ته يو كليد زړه او عقل دواړه مست له يوه مې اختلاط د ذكر و فكر روم و رې• شرع، دين، عقل و حكمت، انتظامونه په سينو كښې بېقراره ژوندي زړونه عالم سوز ښايست د الحمراء او تاج چي اخلي قدوسيانو نه خراج دغه ټول د ده د وخت يوه لحظه ده يو جلوه تجلياتو نه د ده ده په ظاهره يې دا رنـګ په رنـګ جلوې دي له عارفه يې لا پټې خزانې دي ډېر ثنا صفت د دې رسولِ پاك( چي رڼا يې په ايمان كړو موټى خاك حق ته زيات تېز او تېره كړى له شمشير د اوښانو سپور يې سپور كړو په تقدير د تكبير نارې او لمونځ او حرب و ضرب دې غوغا كښې خوش بختي د شرق او غرب واه- واه هغه مجذوبي دل بردګي آه! دا فكر دلګيري افسردګي ټولو خلګو خپل عزت كړلو سيوا ته پوه نه شوې په قېمت ستا د صحرا يو امت وې درنه جوړ شو امتونه خپل مجلس دي تار په تار كړو بدشګونه د خودۍ نه چي جدا شو هغه مړ شو چي ملګرى د بل چا شو هغه مړ شو تا چي وكړو په ځان نه دي كړي چا په تكليف دى در نه روح د مصطفٰى( بې خبره له جادو د فيرنګي په لستوڼي كښې فتنې پټې ساتي له فريبه كه د ده غواړې امان له خپل حوضه يې شړه لرې اوښان په حكمت يې هر يو قام كړو بې اسرې د عربو ورورولي شوه سل پرې چي عرب د ده په جال كښې شو قيديان يو لحظه امان ور نه كړلو آسمان په خپل عصر باندي وكړه يو نظر را پيدا كړه ځان كښې بيا روح د عمر( جمعيت مضبوطوي دينِ مبين دين خو عزم دى اخلاص دى او يقين څو زړګى د ده رازدان وي د فطرت د صحرا زلمى پاسبان وي د فطرت ساده زړه يې په هر ښه او بد پوهيږي په طلوع يې زر سل ستوري وي ډوبيږي پرېږده سمه، صحرا، غر، د غره لمنه خپل وجود كښې خېمه ووهه دننه طبع تېزه كړه په باد د بيابان او ناقه دي كړه را وړاندي په ميدان دا اوس دور دى ستا له ورځو را پيدا ستا په ميو مست دى ستا په نور رڼا ته پخپله وې د دې اول معمار او له تا څرګندېدل د دې اسرار فيرنګيانو چي په ځوى ونيوو دا يو شاهد شو بې ناموسه بې حيا د كتو دى ښايسته دى او شېرين خو ډېر شوخ او كج خرامه او بې دين د صحرا زليمه! پوخ كړه دا كچه په زر كاڼي دي كره كړه زمانه اې د مشرق قامونو! اوس څه وكړو؟ آدميت ژاړي زار- زار له فيرنګي ټول ژوندون دى ناقرار له فيرنګي اوس څه وكړو د مشرق قامونو څه؟ رڼا كيږي په مشرق خوره تياره په زړګي كښې يې ژوندى شو انقلاب شپه تېريږي را ختونكى دى آفتاب يورپ خپله شو په خپل خنجر زخمي خوروي د آسمان لاندي لاديني پړانګ پر ځان خور كړى د ګډ پوستين او ګډانو ته پټ ناست دى په كمين په مشكل يې اخته كړى دى انسان او له ده بنيادمتوب دى پرېشان بنيادم د ده نظر كښې آب و ګِل د ژوندون قافله نه لري منزِل دا چي څه وينې تمام د حق انوار دي د څيزونو حكتونه يې اسرار دي چي د خداى علامې ويني مردِ حر دى او هم دغه حكمت اصل د "انظر"* دى مسلمان بنده د دې نه بهرور دى په بل زړه سوځي د ځان په حال خبر دى چي يې علم خاورې خټې كړې رڼا لا يې زياته ويره كيږي له ملا دغه علم زموږ خاورو ته كېميا دى فيرنګيانو كښې د دې اثر جدا دى چي د ښۀ بد معيار نه لري د سره سترګې يې اوښكې نه لري او زړه يې ويره رسوا علم كړي په ښار په بيابان جبرئيل( يې په صحبت كښې شي شيطان د يورپ عقل دى توره پر اوږه د انسان په هلاكت پسې اخته دې تيلو سره په ملك د خير و شر ښايي نه مستي د علم او د هنر هاى! افرنګ او هاى آئين د فيرنګي د ده فكر د ده عقل لا ديني علم و عقل ته يې ښيلې ساحري ساحري، جادوګري نه كافري هر طرف ته سل فتنې كوي غوغا د رهزن له موټي توره كړه جدا اې! چي روح او بدن بيل- بيل پېژنې د يورپ لاديني كړه ټوټې- ټوټې د مشرق روح به يې په تن كښې پوك وهې چي پرې لرې د معنا نه كړې جندرې د زړګي د لاندي عقل يزداني وي او د زړه نه چي آزاد شي شيطاني وي زندګي ده هر ساعتې كشمكش عبرت واخلئ له حالاتو د حبش د يورپ مذهب بې جنـګ و قېل و قال په پړانګانو ټول ګډوري كړي حلال نوى نقش په دنيا كړي را برسېر د كفن د غلو نه څۀ اميد د خېر بې له دې نه چي نور څه كړي جنيوا؟ چي دا ګډه دي تا ښكار شوه دا زما په دنيا كښې نه ځاييږي دا نكتې يو جهان غوبلې يو دنيا فتنې اې په رنـګ مينه ځان پاك كړه له رنـګ شه مومن د ځان كافر شه له فيرنګ نفع زيان سود او سودا دي ستا په لاس كښې د مشرق عزت حيا دي ستا په لاس كښې بيا دا تار په تار قامونه وګنډه او اوچته د رښتياوو كړه جنډه اهلِ حق زندګي مومي په قوت او قوت دى اصليت كښې جمعيت بې قوته فكر، مكر او افسون بې له فكره قوت جهل او جنون سوز و ساز او درد و داغ دي له ايشيا دا شراب او دا اياغ دى له ايشيا موږه مينې ته ښيلې دلبري دلبري چي بنيادم پيدا كوي دين، هنر دواړه مشرق نه څرګنديږي آسمانونه دغي خاورې ته زيريږي موږ څرګند كړو څه چي پټ ؤ له نظره لمر له موږه دى او موږه يو له لمره ګوهرونه وروي زموږ سپرلى د هر سيند شوكت زموږه طوفان دى خپل روح وينم په نغمو كښې د بلبل د آدم وينه په سور مخ كښې د ګل زموږ فكر چي تلاش كړو د وجود نوى سور كړو اول تار د هست و بود په سينه كښې مو دننه ؤ يو داغ دا مو بل كړلو د لار په سر څراغ اې د دين او د تهذيب دواړو امينه! را څرګند يدِ بيضا كړه له آستينه پاڅه پرانځه د دهر غوټه سخره او نشه د فيرنګي لر كړه له سره د مشرق د نوي نقش كښېږده بنياد او خپل ځان له اهرمنه كړه آزاد پېژنې ښه فيرنګيان او هم يې كار وي تر څو به غاړه ستا د ده زنار كړو زخمي د ده نشتر د ده له ستنو موږ له اوس هم طمع دار يو د ګنډنو ښه پوهيږې باچهي خو قاهري ده قاهري زموږ په دور سوداګري ده د دوكان د تختې مل دى تخت د تاج يو نه يې ګټه ده او بل نه يې خراج هغه شاه چي هم باچا هم سوداګر دى په خوله خير ستايي او زړه كښې يې لوى شر دى كه د ده حساب دي وليدو پوره له حريره يې ده نرمه ستا پنبه بې نيازه يې له ځاى په مخه ځه له يخ مړ شه خو پوستين يې اخله مه بې ګزاره مړ كول د ده آئين سل مرګونه يې ګردش كښې د مشين په بوريا باندي يې مه اخله قالين خپل پياده يې بدل مه كړه په فرزين لعل كښې يې رګ دى او ګوهر يې دى داغي مشك د دې سوداګر دى نافه د سپي بخملونه يې د سترګو نه خوب وړي دې رنګونو سره ستا رنګونه ځي سل سل غوټې دي وركړي هر يو كار ته چي د ده جامه وانخلې ستا دستار ته يو هوشيار د ده له خمه نه څښي مى څوك چې وڅښي مړ وي پروت په هغه ځاى د سودا پر وخت مسكى خوږې خبرې ماشومان يو خرڅوي په موږ شكرې پوه په زړه او په نظر د خريدار سوداګر دى خدايه دى كه سحر كار ګټه وكړي سوداګر د رنـګ و بو خريدار ړانده كاڼه كړي لكه يو چي ستا خاورې ټوكولې دي ساده هغه اغونده، هغه خرڅوه، خوره پوخ نظرو چي ځانونه پېژندل څادرونه به يې خپل خپله اوبدل اې د نوې زمانې نه بې خبره د يورپ كاريګري كړه تر نظره شتا رېشم نه قالينونه جوړوي او د تا مخ ته يې بېرته غورزوي ستا نظر يې په ظاهر باندي خطا شي په ښايست پسې يې ورك زړګى دي تا شي صد افسوس په داسي بې موجه دريا چي د خپل ګوهر غواص نه كړي سودا ((( په حضور كښې د رسالت مآب( د درېيم اپرېل 1963ء په شپه په دارلاقبال بهوپال كښې وم، سيد احمدخانرح مي په خوب كښې وليد، فرمايل يې چي خپله بيماري د جناب رسالت مآب( دربار كښې پېش كړه. اې زموږ د غريبانو ساز و برګ دا قام وساته له ويرې نه دمرګ تا په اور وسول زاړه لات و منات را تازه دي كړو له سره كاينات د جن انس د ذكر و فكر په وينا ته اذان يې او ته لمونځ يې د صبا د زړه سوى خوند سرور دى لا الٰه او د فكر شپه كښې نور دى لا الٰه نه مو خداى جوړ كړو له غوا او نه د خر نه مو ټيټ كړو د كاهن په مخكښې سر نه سجده د معبودانو پخوانو نه طواف د باچهانو د كوڅو دا همه ستا عنايت دى بې پايان زموږ فكر دى لوى كړى ستا احسان د تا ذكر هغه شوق هغه مستي چي په فقر كښې ساتي قام غيرتي ته مقام ته مرحله د هر رهرو ته د زړه پټه جذبه د هر رهرو زموږ ساز شو بې آوازه هسي شان چي مضراب يې په رګونو دروند او ګران كه عجم مي وليدل او كه عرب مصطفٰى( ګران او ارزان ابولهب دا بچى د مسلمان روشن دماغ د ضمير توره كوټه يې بې څراغ په ځوانو كښې له رېشمو نرم دي او آرزو يې په سينه كښې ژر ژر مري دا غلام ابن غلام ابن غلام حريت په تصور د ده حرام مكتب وركه ترې نه كړه د دين جذبه له وجوده يې دومره ښكاري چرې وه دغه مست په فيرنګي له ځانه ورك د وربشو روټۍ غواړې ترې نه سپك روټۍ اخلي دا نهر روح وركوي په ژړا مو د ده زخم ژړوي دا نې ګوري، لكه وي د كور چرګان ناولده له خوره ور شينكي آسمان د مكتب شېخ كم سواد او كم نظر دى يې نه كړلو له خپل ځانه خبر د فيرنګ په اور يې ويلي كړو خپل ځان او بيا دې دوزخ بدل كړو په بل شان دا مومن دى او له مرګه نا آګاه زړه كښې يې نشت لا غالب الا الله* په سينه كښې يې زړه مړ پروت دى هلاك بل څه ني ويني خو خوب دى او خوراك د "نعم" او "لا" نشتر خوري په يونان په يوه ګېډه د سل زرو احسان فيرنګي نه بيه كړي د لات، منات مسلمان دى او غم كړي د سومنات "قم باذني"" ورته وايه دى ژوندى كا "الله هو" يې په زړه كښې سوى ژوندى كا موږه ټول جادو وژلي يو د غرب فيرنګيانو مړه كړو بې له حرب و ضرب ته له دې جام ماتې قامه دوباره را پيدا كړه په خداى مست ژوندى بنده چي مسلم پر جهان بيا وويني ځان او د هر چا نه اعلٰى وويني ځان واګې ونيسه شهسواره! يو لحظه دا خبري له خولې وزي په دمه آرزو ووايم كه نه پرانېزم لب؟ شوق مي نه مني خبره د ادب هغه وايي خوله دي پرانېزه دردمنده وايي دى غړوه سترګې ژبه بنده ستا نه چار چاپېره چورلي كاينات له تا غواړمه نظر د التفات زما ذكر، فكر، علم، عرفان ته يې كښتۍ ته يې درياب ته يې طوفان ته يې يو اوسى يم زوړ زبون زار او ناتوان چا يو نه وړم تر فتراكه پر جهان زما ځاى زما حرم دي تا كوڅه تا ته راغلمه د تا په تلوسه هغه څه شو په سينه كښې ساز ساتل په نفس د غوټو غوټي پرانستل په مرۍ كښې مي حصاره شوه نغمه له سينې مي بهر نه شوله لمبه نه مي ساه كښې پاتې سوز شو د ځيګر او نه لطف په قرآن كښې د سحر چي په زړه كښې ځايېداى نه شي نغمه نو تر كومه به بندي وي په سينه ورته ښايي فضا ارته بې كرانه ورته ښايي په وسعت نهه آسمانه آه دا درد چي مي پر ځان دى او پر تن ستا نظر كښې دي دارو د دې دردمن دا كمزورى زړه مي نه مني دارو تراخه زهر او بدخونده او بدبو دا بيمار به په دې غم پروت وي تر څو؟ د ماشوم غوندي پټېږي له دارو په شكرو يې تراخه زهر غولوم حكيمان مي په ځان پوري خندوم بصيري* غوندي له تا غواړم شفا چي مي تېره ورځ په بېرته راشي بيا ته په ډېرو ګنهګارو مهربان يې په خطا بخښو كښې خوږ د مور په شان يې يم د شپې د پرستار سره اخته په غوړو خپلو مي بله كړه ډيوه اې چي ستا وجود دنيا لره سپرلې له ما پټې مه ساته خپلې جلوې "ته خبر يې چي بدن خوږ دى په جان او جان خوږ دى په شغلو د خوږ جانان" ((رومي)) چي د غيرالله نه ونه كړم اميد يا مي كړه توره تېره او يا كليد زما فكر تېز د دين په كار پوهيږي خو پر مځكه مي كردار نه زرغونيږي زما تبر نور تېره كړه چي زما د فرهاد نه زيات محنت دى او بلا زه مومن يم او له ځانه كافر نه يم يو څرخ راكړه چي بدذات بدګوهر نه يم د ټول عمر كر مي هيڅ ونه خاته خو يو څيز راسره شته دى نوم يې زړه سنبال پټ يې ګرځومه له جهان چي د تا د اس د پل لري نشان يو غلام ته چي هيڅ نه غواړي دنيا ژوندون مرګ دى بې حضوره د مولا اې چي كُرد دي كړو د زړه په سوز عرب دا غلام په خپل حضور كښې كړه طلب يو غلام لكه لاله داغ پر ځيګر خپل غلام يې هم له غمه ناخبر يو بنده تشه ژړا لكه د نى سوى روح يې نغمې وايي پى به پى لكه نيم سوى لرګى په بيابان زه لا سوځمه او تېر شولو كاروان پر دې لويه دى خور وره صحرا خداى خبر چي بل كاروان شي را پيدا روح مي تن كښې له فراقه په ژړا دى هاى دا زه، او وايي دا زه، فرياد زما دى ((( د افغانستان د څو ورځو سيل بسم الله الرحمٰن الرحيم نادرشاه• پښتون بادشاه دروېش صفت ورېده د ده پر ګور د خداى رحمت د ملت كار يې محكم كړو په تدبير د خداى دين يې و ساتلو په شمشير په لمانځه كښې ويلي زړه لكه بوذر( او په جنـګ كښې يې ګزار ماتوي غر د صديق( دور يې تازه شوه له جماله د فاروق( دور يې تازه شو له جلاله د دين غم يې پر زړه داغ لكه لاله د مشرق د توري شپې بله ډيوه په نظر كښې يې مستي او ژوند د ذوق او د روح جوهر يې سوى او جذب د شوق شاهانه توره دروېش غوندي نګاه دوه ګوهره له محيطِ لا الٰه شاهي فقر واردات د مصطفٰى( دي جلوې دواړه د يو ذات د مصطفٰى( دي دواړه مومي د مومن ځنې وجود يو قيام د مسلمان دى بل سجود فقر، سوز او درد و داغ دى او آرزو فقر مومي په سرو وينو كښې آبرو آفرين په فقيرۍ شه د نادر فقر يې ځان په وينو سور كړلو اخر د صبا باده! قاصده تېز رفتاره د مرقد طواف يې رو كړه په قراره شاه ويده دى پښه نيولې ګرځه رو په مزه پرانېزه غوټـې د غوټو له حضور يې دا فرمان راغلو تر ما زما خاورو ته يې وركړه نوې سا "وسو موږه په ګرمۍ ستا د آواز خوش قسمته دي چي پوى دي ستا په راز ستا له غمه دى ملت زموږ آشنا موږ خبر يو دا نوا ده له كوم خوا اې زموږ د وريځ غېږ كښې لكه برق منور دى نن دي تا په رڼا شرق يو لحظه زموږه غرونه هم رڼا كړه زړې ميني ته بيا تب و تاب عطا كړه څو په قيد يې په بندونو د بلا ته كليم يې په لار راشه د سينا" طى مي كړلو باغ و راغ د دشت و در لكه باد تېر شوم له غر له او له كمر خيبر نه دى د ځلمو نه ناآشنا په زړګي كښې يې قيصې دي هزارها كومي لاري داسي تاؤ را تاؤ ښكاريږي چي نظر يې په تاوونو كښې وركيږي په لمن كښې يې شينكى نه زرغونيږي رنـګ و بوى يې له زړګي نه را ټوكيږي د دې مځكي زركان دي شاهين مزاج د زمرو نه يې هوسۍ اخلي خراج په فضا كښې يې تيرې پنجې بازان چي رپيږي يې له ويري نه پړانګان لېكن ټول بې مركزۍ كړلو تباه بې نظامه نا تمامه نيمه ساه د بازانو يې طاقت نشته د پر د تنزرو نه هم ټيټ ساتي وزر مړ- مړ قوم دى سوز يې نشته د ژوندو بې نصيبه يې ژوندون له حادثو يو به پروت وي په سجده بل په قيام ټول روزګار يې لكه لمونځ وي بې امام رېز مرېز يې كړه په خپل كاڼي مينا آه دا نن يې بې خبره له صبا [[[[[ ((( د سرحد قامونو ته خطاب اې له ځانه پټه، ځان ووينه بيا په اسلام كښې دا پړده ده ناروا راز د دين د مصطفٰى( خبر يې څه؟ باچهي ده دا خپل ځان څرګند ليده څۀ دى دين؟ د ځان له رازه خبرېدل مرګ دى بې له ځان ليدو ژوند تېرول كوم مومن بنده چي وويني خپل ځان خپل ځان چوڼ كړي له همه واړه جهان په ضمير د كايناتو دى آګاه دى تېره تېغ د لا موجوده الا الله دى شور يې خور دى د مكان تر لا مكانه ورك د ده ويړتيا كښې نهه واړه جهانه د ده زړه راز د رازونو د مولا دى حيف چي دى له خپله ځانه ناآشنا دى دا بنده د حق وارث د انبياء ځائېداى نه شي د بل چا په دنيا چي پيدا كړي ځان دپاره بل جهان زوړ جهان كړي لت په لت ويجاړ ويران ژوندى كس له غير حقه لا پروا وي او خودي يې د وجود بله رڼا وي پښې يې كلكې وي په جنـګ د خير و شر توره يې ذكر وي او فكر يې سپر د خپل زړه ځنې يې څيره كړي سحر نه سحر له لمر ختيځ راختى لمر پاك فطرت يې بې جهته له جهات دى حرم وي په طواف يې كاينات شي ذرې د ده د ګرد لكه آفتاب د لويي يې ګواهي كوي كتاب د ده پاك فطرت غوړيږي له ملته رڼې سترګي يې غړيږي له ملته لږ ور ورك شه په قرآن او په خبر او بيا خپل ځان ته په ځير وكړه نظر په جهان كښې آواره يې بې اسرې يې يو وحدت دي ورك كړو سل رنګه پرې يې شوې په بند د غيرالله دي پښې بندي دا غوى مي سوى داغ ستا د تندي د خپل مشره له پټ مكره ساته ځان چي برباد نه كړې پښتون روح د افغان د مردانِ حق په اور دي سوځومه يو نكته د پيرِ روم درته ښايمه "رزق له حقه غواړه، مه له زيد و عمر او نشه له حقه، نه له بنګ و خمر خاوره مه پيره، مه خوره، مه لټوه چي څوك خاوره خوري تل وي زېړه ګونه زړه تلاش كړه تل ځلمى اوسه او ځوان په رڼا يې سور مخ ګرځه ارغوان بنده اوسه لكه اس پر مځكه ځه مه د نورو په اوږو شه جنازه" ګيله مه كړه له ګردشه د آسمان ګېر چاپېر ګرځه له لمره د خپل ځان ځان له رزقه او له شوقه كړه خبر تا ذره يې؟ پاڅه ښكار كړه سپوږمۍ لمر د موجودې دنيا وكړه اندازه په جهان پورته د ځان كړه آوازه د دنيا ساز و سامان دى له وحدته او ژوندون په دې جهان دى له وحدته تېر شه ته د زاړه رنـګ او زاړه بو پاكه ووينځه له زړۀ زړه آرزو نه ارزېږي زوړ سامان په دوه اوربشې نوى نقش د آرزو جوړ كړه چي ښه شې د ژوندون بنياد آرزو بنياد آرزو ښيي تاته دي تا ځان د تا آرزو آرزو سترګې غوږ او عقل تېزوي آرزو خاورو ته لاله راټو كوي د آرزو تخم چي زړه كښې نه كري لكه لوټه ځانه په پښو كښې د لوي آرزو پنګه د سلطان او د امير آرزو جام جهان بين دى د فقير آرزو جوړ له خاورو خټو بنيادم كړي آرزو موږه د خپل ځان سره محرم كړي د دې خاوري نه كړي پورته شراره او ذره كړي د آسمان غوندي خوره د آذر فرزند كعبه كړله تعمير په نظر باندي يې خاوري كړي اكسير ته خودي خپله په خپل ځان كښې تعمير كړه او دا خپلي موټي خاورې دي اكسير كړه ((( مسافر د كابل ښار ته راځي او د اعلٰى حضرت شهيد په خدمت كښې حاضريږي د كابل ښهر، رنګين جنت شان چي انګور يې څڅوي آبِ حيات د صائب• سترګې يې تورې په رنجو تل آباد اوسه روښان په پلوشو د ليدو يې دي د شپې سمن رازونه د شينكو په فرش يې رغړي سحرونه ښكلى ملك، ښايسته وطن، پاك مرز د بوم باد يې ښه دى له هوا د شام او روم خلـګ وهي اوبه يې، خاورې يې پړقيږي په هوا يې مړې- مړې خاوري ژوندى كيږي نه ځائيږي حرف و صورت كښې يې اسرار ډېر غرونه يې ويده دي په كهسار اوسېدونكي يې موړ سترګي خوش ګوهر لكه توره له خپل زوره ناخبر سلطاني محل چي نوم يې دل كشا دى او كتونكو ته يې د لارې ګرد كېميا دى دې اوچت محل كښې ومي ليد باچا شو باچا ته مخامخ دردمند ګدا په اخلاقو يې ګټلى ملك د زړونو بې پرواه د باچهۍ له دستورونو په دربار كښې زه د داسي لوى باچا په دربار كښې د عمر( يو بېنوا زړه مي يې ويلي د خبرو له ګرمۍ لاس مي يې ښكل كړلو په ډېره عاجزۍ يو باچا ساده لباس په ژبه نرم په كار سخت ؤ په خوى پوست او په جوش ګرم صدق اخلاص يې له كتو څرګندېدو دين دولت يې په وجود مضبوطېدو يو خاكي له فرشتو زيات په پاكۍ هم خبر له فقيرۍ هم له شاهۍ په نظر كښې يې روزګار د شرق و غرب حكمتونه يې رازدار د شرق او غرب يو باچا لكه حكيم پوى په حكمت خبردار په مد و جزر د ملت د معنٰى له مخه يې لرې كړې پردې راڅرګندې يې كړې د ملك د دين نكتې وې په هغه اور چي ستا په زړه كښې دى بل تا ملګرى او عزيز ګڼمه خپل چي اثر يې وي د ميني په وجود په نظر كښې مي هاشم دى او محمود په خدمت كښې مي د دې لوى مسلمان د تحفې په طريقه پېش كړو قرآن ما وې د ا د اهلِ حقو سرمايه ده چي يې زړه كښې د ژوند ټوله طريقه ده انتها ده دا د هرې ابتدا حيدر( شو د دې په زور خېبر كشا د دې ګفت نشې يې وينه كښې خورې شوې اوښكې سترګې نه باران قطرې- قطرې شوې وې نادر په دې دنيا كښې بېچاره ؤ د وطن او دين له غمه آواره ؤ غر بېديا مي ناآشنا له اضطرابه بې خبره له دې غمه بې حسابه ډېرې چيغې مي ملګرې د مرغو كړې ډېري اوښكي مي ملګرې د چينو كړې بې قرآنه مي بل نه ؤ غم ګسار د ده زور ؤ چي هر در شو راته لار دې خبرو د سلطان عاليجاه نوې- نوې جذبه راكړه نوې ساه مازيګر شو آواز وشو الصلٰوة هغه لمونځ چي مومن پاك كړي له جهات انتها د عاشق څه وي؟ سوى زړه ده پسې مي وتړه نيت د لمانځه راز د هغه اودريدو هغه سجدو د هر چا په مخ كښې نه دى د وايو ((( د شهنشاه بابر "خلد آشياني" پر مزار راشه د مغرب ساز دى پرېوتى له نغمو نشته په پړدو كښې يې هيڅ بې له اسويلو زر ځله سنګار كړو زمانې زاړه بتان ما حرم پرې نه شو چي ډېر پوخ ؤ په ارو* با د عثمانيانو د ملت جنډې شوې پورته ستا په كور څه ووايم څه غم راپرېوتو دا خوش نصيبي وه چي ستا خاورې دلته راغلې دا مځكه جدا ده له جادو د فيرنګو زر ځله كابل په خټه ښه دى له ډيلي نه هغه بوډۍ ناوې ده د سل زره ځلمو خپلې سرې- سرې اوښكي ساتم سترګو كښې دننه زه فقير دا يو خدايي دولت لرم د سرو ګرچه د حرم پير وظيفه د لا ا لٰه كړي څه شو ها نظر چي له فولادو به وتو ((( د غزني سفر او د حكيم سناييرح مزار د شهيد سلطان له مهره له نظر شپه او ورځ مي شپه او ورځ ده د اختر د مشرق نكته شناس هندي فقير او مېلمه د شهنشاه كيوان سرير تر هغې چي له شاهي ښاره روان شوم په سفر كښې د حضرت نه زيات شادان شوم ټوكولي يې لاله وو په بېديا زړه مي پرانست هغه باد ته چي پخوا آه غزني هغه د علم و فن ورشو مرغزار د ښه مردانو پخوانو ښكلې ناوې د محمود د اقتدار چي طوسي حكيم كوو ورته سنګار پروت يې خاورو كښې حكيمِ غزنوي په نغمو يې د ځوانانو زړه قوي پوه په پټو او خاوند د مرتبو چي په ذكر يې روميرح نه مړېدو زه "څرګند" نه، دې د "پټ" نه په سرور دى او د دواړو سرمايه ذوقِ حضور دى د ايمان له مخه ده لر كړو نقاب او زما فكر تقدير كړو بې حجاب دواړه اخلو له قرآنه يو سبق دى د حق بيان كړي زه د مردِ حق تېر مې كړو په قبر درود و سوز و سوى چي مي وګټلو يو سوړ اسويلى ما وې اې چي ته پټ راز وينې د ځان تاته ښكاري دا جهان هغه جهان زما عصر ورك مين په آب و ګل دى اهلِ حقو ته پېښ شوې لوى مشكل دى فيرنګيانو په مومن وكړې كانې په حرم كښې را څرګندې شوې فتنې چي نظر ادب له زړه وا نه خستو سترګې يوړې د فيرنګ مستو جلوو اې په پټو پوهه! اې امام د عارفانو ستا په فيض پاخه شو خام د عارفانو را څرګند كړه پټ د غيبو په پردو ګوندي لاړې اوبه راشي تر چينو ((( د حكيم سناييرح روح د جنت نه ځواب وركوي پوه په راز د خير و شر كړم فقيرۍ زه ژوندى صاحب نظر كړم فقيرۍ فقيري چي واخلي لاره د مولا د خودۍ په رڼا وويني الله لټوي دننه ځان كښې لا ا لٰه وايي ان د توري لاندي لا ا لٰه د روح غم كړه، نه د تن لكه زنان د ځوانانو غوندي غورزه پر ميدان سلطنت د خاورو خټو د دنيا يوه څاڅكى د زړه وينه يې بها په دنيا كښې مومنان چي ځان ته وايي په خوراك او په خوب نه، په مينه پايي دا مستي او مينه پوهه يې، له چا ده؟ پلوشه يوه د لمر د مصطفٰى( ده ته ژوندى يې څو دا سوز دي ځان ساتي دغه مينه به دي تا ايمان ساتي د دې خاورې له رازونو ځان خبر كړه په اكسير د خپل زړګي باندي يې زر كړه زړه د دين نه سرچشمه د هر طاقت شي دين مونداى په معجزاتو د صحبت شي كتابونو كښې دين چرته؟ بې خبره! كتابونو كښې حكمت، دين له نظره بوعلي پوهيږي ښه په آب و ګِل بې خبره دى له درده او له دل نېش او نوش پرېږده د بوعلي سينا له زړه مندو لټوه د زړه دوا مصطفٰى( دى لوى درياب لوړې څپې پاڅه! وتړه دا سيند دي په ولې تر مودو يې په ساحل و ګرځېدلې تا څپيړي د څپو و نه خوړلې يو لحظه ځان دې درياب ته ورګزار كړه مړ بدن دي له ورك روحه په كنار كړه بې له حق په بله لار نه شې پويانه نه له عام رحمت مايوس شې مسلمانه! پرده پرېږده را ښكاره دي كړه خپل ځان چي دي مځكه له سجدو شي په لړزان ما بېتابه فطرت وليد يو زمان د اسباب د هنګامې روحِ روان ؤ نظر يې په ښه بد د دې دنيا او تر سترګو يې دي واړه پټ پنا لاس يې ؤ خاورو اوبو سره اخته دغه يو ځاى ؤ هغه رېزه- رېزه ما وې څوك تلاش كوې؟ څه لټوې؟ په دې خاورو او اوبو كښې څه كوې؟ وې د پاك مولا په حكم په كرم له دې خاورو جوړوم نوى آدم موټى خاوره يې سل رنګه ازمايله تاودوله، كموله، زياتوله آخر آب و رنـګ يې وركړو د لاله او په زړه كښې يې ورته كښېښو د لا ا لٰه صبر وكړه وبه وينې بل بهار زيات رنګين له زوړ سپرلي او خوشګوار هر ساعت دا تدبيرونه كړي رقيب چي ته خپل سپرلي نه وانخلې نصيب ځي زما د ګل په څانګو كښې نظر څو غوټۍ مي دي ليدلې په سفر په بېديا په غرونو غاړو په ميرو پاتې كيږي نه لاله له ټوكېدو د تلاش خاوند، مالك د مرتبې اورېداى شي دمريي پټې نغمې د سلطان محمودرح پر مزار له زړګي بې واكه خيزي واويلا هغه شهر آه! چي دلته ؤ پخوا هغه ملګ او محلونه ويرانې دي هغه شان و شوكت او رعب افسانې دي يو ګنبد چي په طواف كښې يې آسمان دى دغه قبر د محمود غازي سلطان دى هغه شاه چي به ماشوم پاكه كړه خوله نو اول به يې نامه دا اخسته په دنيا د ده جنډه د خداى نشان • پر مزار يې فرشتې وايي قرآن د خيالونو شوخۍ يووړمه له ځانه خبر نه شومه له ځانه له جهانه له سينې مي را څرګند شو هغه لمر چي ټول پټ يې له رڼا شي را بهر چي جلال ته يې كړي ركوع مهر ګردون پلوشې يې را څرګند كاندي پرون شوم آزاد د سترګو غوږو له دنيا چي مي وليد نن، پرون غوندي صفا غزني ښار جنت د رنـګ او د بويونو زمزمې يې د چينو په محلونو محلونه لوړ اوچت قطار- قطار آسمانونه يې له څوكو همكنار په مجلس كښې مي طوسي وليد موجود او په جنـګ كښې مي لښكرې د محمود روح مي سيل كړو د رازونو د دنيا چي را ويښ كړم د يو مست ملنګ وينا هغه ټول سوز و سرود د تمنا ؤ په دنيا لكه د مستو بې پروا ؤ ويې كړلې څو د اوښكو مرغلرې او له خداى سره يې وكړې څو خبرې زه چي نه وم بې خبره له دې راز ځكه وسوم په ګرمۍ د دې آواز ((( د لېوني مناجات د غزني په كنډرو كښې لاله يو پلوشه غواړي آفتاب وي په څانګه كښې په څومره پېچ و تاب چي سپرلى يې را ښكاره كړي وايي بس په وينا دي تا ژوندون دى يو نفس دواړه راغلو يو او بل ته ساز د برګ خبر نه يمه چي ژوند ښه دى كه مرګ ؟ مسلسل جنـګ دى د تريخ او خوږ ژوندون د نن رنـګ روڼ كړى وينې د پرون له دې مكره او له دامه الامان له سحر او له ماښامه الامان اې مولا! د روح او جسم مصوره! تا ته كړي دا لېونى يوه خبره فتنې وينو موږ په دې دېرِ كهن فتنې وينو په خلوت په انجمن دا عالم ستا له تقديره دى پيدا او كه نه څوك بل خالق لري جدا په ظاهر صلح صفا په باطن جنـګ د زړه منو ښيښه سل ټوټې په سنګ رښتيا مينه او اخلاص نه دي باقي پيالۍ ماته شوه او لاړلو ساقي ته نظر لرې په سور مخ د فيرنګ نو آدم كه هم د دوى سحر بدرنګ له چا اخلي ربط او ضبط دا كايناټ؟ اې شهيده! په ادا د لات، منات مردِ حق هغه بنده روشن نفس ستا نائب په دنيا دغه يو ؤ بس اوس قيدي د مال او ښځي او اولاد كه كېداى شي دا بتان يې كړه برباد دا مومن اوس عبادت كوي د چا؟ چي يوه هنګامه نه لري په خوا سينه بې له سوز و سوي او روح بې جوشه اسرافيل دى او شپېلۍ يې ده خاموشه نه يې زړه محكم مضبوط دى نه يې ځان نه يې مال د قبلېدو دى پر جهان د ژوندون په كشمكش كښې بې ثبات په لستوڼي كښې يې پټ لات و منات د كافرو په شان مرګ ګڼي هلاك اور يې دغسي ارزان دى لكه خاك له دې خاورو يې لمبه كړه را پيدا هغه زوړ تلاش او مينه وركړه بيا ورته بيا زړې جذبې وركړه د زړه لېونتوب وركړه څپې وركړه د زړه په وجود باندي يې كلك د مشرق ځان كړه د صبا سحر يې پورته له ګرېوان كړه كړه ټوټې بحرِ احمر يې په همسا كوهِ قاف يې كړه له رعبه په لړزا قندهار او د خرقې مباركي زيارت قندهار ښكلى وطن رنګين سواد د هر ځاى خاوره يې خاوره د مراد هواګانې خوشبوياني او چينې ځلنده لكه پاره لكه آينې له لاله ؤ ډك د غرونو خلوتونه وو اورونه په اورونو يخ دننه د دې ښار كوڅې زما د يار كوڅې اې ساروانه! تړه دې خوا كجاوې بيا به ستا يم په نغمو ياران د نجد چي ناقه هم په مستۍ شي او په وجد غزل را روان شوم ميكدې نه بې ګردشه د صهبا مست په منزل كښې د "لا" پروت يم په نشه د "الا الله" مست په دې پوه يم چي نظر يې د هر كس لوښي ته ګوري زه زما نيازبين ساقي كړم په نازونو په ادا مست دغه وخت دى كه پرانېځم مي خانه دورميرح بېرته د حرم بزرګان وينم په ميدان د كليسا مست دغه كار د حكيم نه دى كړه لمن د كليم( ټينګه نه سل كسه د ساحل مست او نه يو كس د دريا مست زړه مي يووړلو چمن ته د ګلشن هوا كړو مړاوى مري په باغ او په چمن كښې دا لاله وي په صحرا مست په خوږو- خوږو نغمو يې د حرم رازونه اووې كافرګى مي پرون وليد په وادي كښې د بطحا مست دا سينا ده كه فاران دى خدايه! دا لا كوم مقام دى؟ هر بڅرى مي د خاورې يو نظر په تماشا مست د خرقې شريفي زيارت ما خرقه د "برزخ لا يبغيان"* په نكته كښې وليده د "خرقتان" د ده دين د ده آئين تفسير د هرڅه آ تندي باندي يې ليك تقدير د هرڅه عقل شو د ده نه صاحبِ اسرار وركړه ده ميني ته تېغِ جوهر دار دى د شوق د كاروانونو سر منزل موږ د خاورو يو څو موټي او دى دل دي د ده څرګندېدل زموږ اسراد د ده زړه زموږه مسجدِ اقصٰى له قميصه يې را خوره شوله خوشبو موږ ته يې راكړله نعره د الله هو څه مي وكړل په زړه شوق بې پروا دې شرابو څه- څه وكړل په مينا د سينې دننه مست په ګډا سر شي چي د سترګو د نظر په لار بهر شي وې يې زه يم جبريل نور د الله چرې دى داسي ليدلى نه ؤ ما ژاړي خاندي د روميرح په شعر دى خدايه څوك دى دا هوښيار دا لېونى په حرم كښې يې د مستۍ خبرې كړې د شرابو د ساقي د پيمانې ما وې بس كړه دا بېباكه ګفتګو چپ شه دا ځاى دى د غلي كښېنستو ما را لوى كړلې په خپلو وينو سرو كړې آشنا مي د سحر له اسويلو ځان په دې نكته خبر كړه نكته جو مينه غواړي په خپل ځان باندي قابو وې چي عقل، هوښياري آزار د زړه دى او مستي ځان هېرول روزګار د زړه دى يو څو چيغې يې كړې او پرېوت په سجده بيا دى نه ؤ د آواز لمبه يې وه ((( د احمد شاه بابا مؤسس ملت افغانيه پر مزار د هغې روشن ضمير باچا تربت چي له زړه يې يو ملت شو را اوچت سپين ګنبد يې خپل حرم ګڼه آسمان لمر، سپوږمۍ يې له فروغه دي روښان د فاتحد غوندي امير دى صف شكن لره حكم په اقليم هم د سخن د تلاش په خوند يې پورته كړو ملت فرشتې يې درود وايي پر تربت په آزاد لاس د سخي په فراغ زړه ډېر ملكونه يې اخسته او پرېښوده هم د دې تورزن عارف او دۍ دانا وكړه ما وته پاك روح يې دا وينا وې خبر يم په مقام باندي د تا ستا نغمه ده دې خاورينو ته كېميا كاڼو خښتو خپل كړو زړه ستا له وينا په خبرو دي كه روڼ د زړه سينا زما خوا كښې اې آشنا د يار د لار لږ خو كښېنه چي وږمه لرې د يار ښه دې هغه چي خودي يې كړه آئينه دې آينه كښې يې دنيا وپېژنده دا آسمان زوړ شو دا مځكه شوه زړه مياشت د غر كم نظرۍ كړله ړنده اوس په كار ده يوه ګرمه هنګامه چي زوړ رنـګ او تللى رنـګ شي را ښكاره اسرافيل شي ورته يو مومن بنده تار په تار كړي دا دنيا خوره وره اې چي خداى دركړى زړه دى او نظر ته د ملك د دين له رازه يې خبر رښتيا ووايه فرزند ته د نادر په ظاهر ته خپل باطن كړه دا ظاهر ((( د اسلام باچا اعلٰى حضرت ظاهر شاه ته خطاب ((ايده الله تعالٰى بنصره)) په بدن دي تا پوره شاهي قبا ده د تا سيورى زموږ خاورې ته كېميا ده باچهي ستا په وجود ځان سنجوي ملك و مال د تا جلال حصاروي اې د فتح و ظفر پنګې ستا له ذاته دبدبه د احمدشاه د تخت شوه زياته سينه بې دي تا له مينې ويرانه شه له زړګي او له اميده دېوانه شه دا ابدار خنجر چي دى د تا تر ملا نيمه شپه يې سحر كيږي په رڼا زه پوهېږمه خنجر دى د نادر زه څه ووايم باطن يې دى ظاهر دا څو ټكي دي زما كه قبلوۍ يو فقير وايي رازونه د شاهۍ اې! چي ستا نظر تېره دى له شاهينه دغه خداى دركړى ملك دي لږ ووينه دا چي وينو دا د چا د تقدير كار دى؟ هغه شى څه دى؟ چي نشته او په چار دى ورځ او شپه آئينه زموږه د تدبير ده ورځ او شپه آئينه زموږه د تقدير ده درته وايم اې ځلميه! جفاكشه! صبا څه دى؟ د پرون او نن د نسه كوم خوش بخته چي د نن مالك كړو ځان د هغه نه چورلندى چورلي آسمان د جهان ښايست د ده د مخ اوبه نن له ده، پرون له ده، صبا له ده مردِ حق د شپې او ورځې سرمايه دى د خپل تقدير پخپله ستاره نظر من بنده دى پير د امتونو په نظر كښې يې تقدير د امتونو تر تېرې توري تېره د ده نظر دى موږه ټول ښكار يو او دى رانه بهر دى له پوخ فكره يې رپيږي حادثې لا په خټه كښې پرتې دي زمانې لكه پلار، اهلِ هنره خوښوه په رښتيا صاحب نظره خوښوه د هغه غوندي هوشيار او بيدار اوسه سخت كوششه، باهمته، كرار اوسه كراري پېژنې څنګه ده څه وي؟ يو مقام د مقامونو د علي( امتونه په دې دهر بې ثبات تېروې بې كرارۍ نه شي حيات ګوره څه تېر شو په سر د عثمانيانو وينې زړونه په فرېب د فيرنګيانو چي يې وه د كراري نه نصيبه بيا يې پورته په دنيا كړله جنډه هندي ولي ميدان پرېښود په خوارۍ په همت كښې نه ؤ بوى د كرارۍ شولې داسي خاورې يخي يې اومړې چي تاودې نه كړلې بيا زما نارې ستا په وينه كښې پرته ده نادري سروري او دلبري او قاهري اې د هر ځوان او بوډا د سترګو توره! د هاشم او د محمود كار ته وګوره هم هغه ځوان* چي پر غر او په بيديا حق د ده له توري پورته كړه صدا په شپو- شپو په ورځو- ورځو تړپېداى شې يو دنيا نوې دنيا پيدا كواى شې سل جهانه را مونداى شې په قرآن آيتونو كښې يې وسوځوه ځان بيا پښتون ته د دې سوي وركړه اثر مازيګر ته يې ور وبخښه سحر يو ملت ورك په خوره دنيا ښكاريږي په تندي كښې يې څه بل څه را ښكارېږي چي په زړه كښې مي ؤ درد او غم او سوى له قسمته د ده زه خبر كړم خداى كاروبار مي يې تللى دى كره پټ قسمت مي يې ليدلى دى ښكاره دى ژوندى په الله هو، مردِ ميدان او په پښو كښې يو څلور مخه جهان چي بې خدايه څوك په بل زړه نه تړي په ښيښه باندي كلك كاڼي ماتوي نه ځايېږي پر جهان د څه او څو دا سيند نه دى تهمتي د كنارو چي له خپل مخه راپورته كړي حجاب دى حساب دى او ثواب دى او عذاب سر سامان زموږ كتاب دى او حكمت په دې دوو طاقتو ټينګ اوسي ملت او د ذوق او شوق دنيا را خپلوي بيا د لاندي باندي ملك قبضه كوي دغه دواړه نوازش د ذوالجلال( يو جمال د مومنانو بل جلال حكمت نه دى فيرنګي سره پيوند اصل يې څه دى د ايجاد مزه او خوند كه خيال وكړې مسلمان كره پيدا دى دا پرېوتى ګوهر اصل كښې زما دى چي عربو پرې وزرې كړې خورې د حكمت علم يې كښېښودى ارې تخم دې صحرا نشينو وكرلو او حاصل ترې فيرنګيانو واخستلو دا زموږه د اسلافو شاپېرۍ ده بيا يې خپله كړه كه اوس درنه پردۍ ده خو تهذيبِ لاديني نه ځه پر څنګ د دې وي د اهلِ حقه سره جنـګ رنګارنګ فتنې خورې كړي دا شيطان په حرم ورننه باسي بيا بتان په جادو د دې شي سترګې نابينا روح ترې مري له ډېري تندي په ژړا وي له زړه د بېتابۍ لذت او خوند بلكې پرې كړي د بدن او زړه پيوند زوړ غلګى تل په څرګنده كوي غلا لاله ژاړي چي تور داغ څه شو زما؟ حق دي برخه كړي د تا ذوقِ حضور بيا به ووايم ويلي په زبور "مړه كېدل ژوندي كېدل دا د نفس دي يو څو اعبارات واړه او بس كوڼ د نوا په معنٰى نه پوهيږي په خوند د صوت و صدا نه پوهيږي ړوند مست خوشحاله وي په چنګ او سرود خوشي رنګونو ته د مړي په دود روح وي د حق سره زنده پائنده كني نو ده ته مړ هغه ته زنده چي "حي لا يموت" دى هغه حق دى ژوندون د حق سره ژوندون مطلق دى چي ژوند بې حقه تېروي مردار دى په دې ژوندي سړي ماتم په كار دى" د قرآن مېوه خوره غواړې كه ثبات چي يې وينم زړه كښې زه آبِ حيات راكوي راته پيغام د لا تَخَفٌ رسوي مي تر مقام د لا تَخَفٌ د امير باچا قوت دى لا الٰه د فقير شان او هيبت دى لا الٰه چي مو دواړه توري وي لا او الا پرې مو نه شوې علامې د ماسيوا په شغلو مي لمرخاته شولو رڼا خوش قسمته دى په عصر كښې زما له دې تب و تابه واخله خپل تقدير بيا به را نه شي زما غوندي فقير ما پېيلې مرغلرې د قرآن او د صبغة الله راز مي كړو بيان مسلمان ته مي بخښلى دى يو غم وچې څانګې ته مي بيا وركړى نم زما مينه د ژوندون لري پيغام په شرابو مي دى روڼ د عقل جام داسي عقل زياتوونكې نقطې چا وې؟ مسلمان ته سوې- سوې مصرعې چا وې؟ ژړېدم لكه شپېلۍ پر سمه غر چي آخر له خپل مقامه شوم خبر چي ستي شومه د شوق سبق مي زده كړو او مړ شوى اور مي بيا بله لمبه كړو اسويلي يې سوي راكړو د سحر يو واښه ته يې قوت وركړو د غر په سينه كښې مي دى نور د لا ا لٰه په شرابو كښې سرور د لا ا لٰه له دې فيضه مي خيال پورته ګرځوي او چينه مي كنارې نه قبلوي له دې ميو نه مي واخله څو پيالې چي په شان د ويستي تورې پړق وهې پاى * تلميح ده د قرآن پاك د آيت: لا خوف عليهم ولا هم يحزنون. ژباړه: نه يې څه ويره شته او نه غم كوي. سورلۍ • راه نما * تلميح د حضور( د يو مشهور حديث چي پكښې ارشاد دى چي تمامي مځكه زما جماعت يعني مسجد دى. * لاټ يعني لارډ ل ل اتخف، تلميح دى د قرآني آيت، ژباړه: ويره مه كوه. * نِعٌمَ مال صالح: د حديث ټكړه ده، مطلب دا چي كه مال په دين لګي نو ښه دى * ينظر بنورالله: حديث ته اشاره ده، چي مومن د خداى په رڼا ليدل كوي. * تلميح دى د قرآن پاك د آيت: چي د انسان د وجود ساخت په ډېره ښه طريقه شوى دى * پهلودار: داسي خبره چي ګڼي معنٰى لري * لا قيصر ولا كسرٰى: تلميح دې حديث ته: كسرٰى ولا قيصر بعده ع فاصبحتم: تلميح دې آيت ته: فاصبحتم بنعمته اخوانا * الصٰفٰت: د قرآن كريم سورة دى ا ايوبي: سلطان صلاح الدين ايوبي ا بايزيد: حضرت بايزيد بسطاميرح يو لوى ولي دى • رروم و رى: حضرت جلال الدين روميرح او امام فخرالدين رازيرح * آيت ته اشاره ده: افلا ينظرون الى الابل كيف خلقت، ژباړه: يعني د فطرت نظام په غور ګورئ * لا غالب الا الله: بې له خدايه بل څوك غالب نشته ل قم باذني: يعني پاڅه زما په حكم * بصيريرح: د قصيده برده مصنف، دا قصيده د حضور( په نعت كښې ده، روايت دى: چي بصيريرح دا قصيده په بارګاه نبوي( كښې قبوله شوه او هغه له فالج نه جوړ شو • خطاب اعلي حضرت شهيد نادرشاه ته. • مرزا صاحب د كابل په صفت كښې ويلي دي: خوشا وقتې كه چشم از سوادش سرمه چين گردد * اره معنٰى بنياد. • د دې بيت ژباړه نه ده شوې: زير ګردون آيت الله رائتش :: قدسيان قرآن سدا برتربتش * برزخ لا يبغيان، (قرآن) ب خرقتان الفقر والجهاد. (حديث) خ تلميح د آيتِ قرآني. ت فاتح سلطان محمد فاتح، فاتح قسطنطنيه. * اعلى حضرت شاه ولي خان --------------- ------------------------------------------------------------ --------------- ------------------------------------------------------------ از كلياتِ اقبال فارسي پس چه بايد كرد مع مسافر پس چه بايد كرد مع مسافر از كلياتِ اقبال فارسي 758 757