ارمغانِ حجاز ژباړه امير حمزه شنوارى فهرست شمېر سرليك مخ 1. د حق په حضور كښې 825 2. د رسالت په حضور كښې 839 3. د ملت په حضور كښې 880 4. خودي 884 5. اناالحق 885 6. صوفي او ملا 888 7. رومي رح 891 8. د فاروق( پيغام 895 9. د عرب شاعران 898 10. اې د صحرا زويه! 902 11. څه خبر يې ته.....! 903 12. خلافت او بادشاهي 906 13. عثماني ترك 908 14. د ملت لوڼې 909 15. نوې زمانه 912 16. برهمن 914 17. تعليم 915 18. د رزق لټون 920 19. نهنـګ خپل بچي ته 921 20. خاتمه 922 21. د عالم انساني په حضور كښې 923 22. تمهيد 923 23. زړه 934 24. خودي 937 25. جبر او اختيار 940 26. مرګ 940 27. ووايه ابليس ته 941 28. خاكي ابليس او ناري ابليس 944 29. د لاري ملګرو ته 946 30. د لاري ملګرو ته 947 د حق په حضور كښې ښه هغه چي بې توښې مسافرت كا كم قبول چي د يارانو نصيحت كا زړه روښانه د هغه په سوي آه كړه ورك د سلو كالو غم په يو ساعت كا د حق په حضور كښې (1) يو يې وړو زموږ بې دلو زړونه لاړو د لمبې غوندي مړۀ سوي خونه لاړو راشه يو لحظه په عامو كښې ورګډ شه چي خاصانو كړو خالي جامونه لاړو چي خبري مي د نشت او شته كېدلې ما له شرمه شونډې كمي پرانستلې د ژوندو سړو سجده كه پېژنداى شي له سجدې به مي انداز د كار اخلې ((( زما زړه په كشالو د جهان بند دى د هغه نظر پروينو نه بلند دى په دوزخ كښې يوه ورانه ګوشه وركړه دا كافر د حد نه زيات خلوت پسند دى ((( دا څه شور دى چي راځي له آب و ګله عشق ته پېښ شول د يو زړۀ نه سل مشكله قرارى د يو نفس په ما حرام دى رحم بويه سريكار مي دى له دله دا جهان له ځانه چا دى را ويستلې بيا له چا جلوې يې حسن ځلولې ما ته وايې چي ځان ژغوره له شيطانه راته وايه چي هغه دى چا روزلى (2) دا زما آزاد زړګى په پېچ و تاب دى چي په برخه مي عتاب دى كه خطاب دى؟ نه شم زړه د ابليس هم آزارولى په دې يو نيمه ګناه كښې مي ثواب دى ((( اُم عمرو! وار دى واړوو په بله تا د ښۍ ډډې سړې كړل محروم څله؟ دا كه رسم د دوستۍ وي نو دا جام او صراحي دى د حرم په دېوال وله "ځان ليدونكي" په خپل زړه كښې بنديوان دي همه درد دي خو ناخوښى په درمان دي ته له ما څه سجده غواړې چي شاهان خو له غه كليو خراج نه غواړي چي وران دي ((( ځم په داسي لار چي نه لري منزل كرم تخم چي يې هيڅ نشته حاصل له غمونو مي ډار نه كيږي خو ګوره هغه غم نه چي د زړه نه وي قابل ((( زما مى د دې تنګجامو نه ساته دا پاخه شراب د خامو نه ساته لري ښې د اور سپرغۍ دي له نيستانه د خاصانو شى د عامو نه ساته په طلب كښې نشته ستا دا كړاوونه نه دا داغ او نه دا سوى او نه دردونه هم په دې له لامكان وتښتېدمه هلته نشته دا د نيمي شپې آهونه ((( هنګامه وركړه زما نه دې جهان ته نوى رنـګ وركړه دې مځكي دې آسمان ته بل آدم زما د خاورو نه پيدا كړه مرګى وركړه دې غلام د سود او زيان ته ((( جهان لا ډېر د تيرو دى په آفتاب هو صواب يې سراسر دى نا صواب چي دې خاورې ته ترڅو به وركوې ته د آدم د پاكې وينې رنـګ و آب ((( زه غلام يمه غلام ستا د رضا يم ځان به بې ستا له ښودلې لار نه بيا يم ولي ته كه ما ناپوهه ته اووايې چي ته خر ته تازي اووايه نه وايم (3) په سينه كښې زړه لرم خو بې سرور دى لپه خاورو كښې مي سوى شته دى نه نور دى را نه وايې خله، چي بار دى پر ما باندي دا ثواب زما د مونځ چي بې حضور دى ((( څه قصه به كړم د دين او د وطن چي په جار كولاى نه شم دا سخن چي خفه نه شې هم ستا د بې مهرۍ نه درمسال مي پخوانى كړو بيا مسكن ((( نن په بند كښې د فرنګ چي مسلمان دى د خپل زړه تر لاس كولو يې كار ګران دى چي د غير په در وي ټيټ هغه تندي كښې سجود چرته د بوذر( او د سلمان( دى ((( زه خواهش د هغه، نه د دې جهان كړم دا مي بس ده چي دى پوى په راز د ځان كړم يو سجده را چي له سوز او له مستۍ يې په ګډا باندي سر مځكه او آسمان كړم ((( وايه څه غواړې له داسي تن آسايه چي كوم باد راغلو اوچت يې كړم له ځايه نن سحر مي په سجده كښې "جاوېد" اوليد په سحر يې كړه ماښام زما زېبا يه ((( (4) هغه قام ته درنه غواړم فراخي چي يې سپور او بې يقينه دى فقهي ما دا څومره ناشونې اولېدلې درېغه نه واى زېږېدلى، الٰهي! ((( ستا نظر عتاب آلود به وي ترڅو دا بتان حاضر موجود به وي ترڅو د خليل اولاد په دغه بتخانه كښې نمك خورده د نمرود به وي ترڅو ((( هغه تېر سرور به بيا راځي كه نه؟ چي نسيم به د بطحا راځي كه نه؟ بس تر سره شو ژوندون د دې فقير چي به بل د راز دانا راځي كه نه؟ ((( كه چري هغه دانا راځي د راز ورته اورسوه دا سوى آواز چي ضمير د امتونو پاكوونكى يا كليم وي يا حكيم وي نى نواز ((( ټول دولت مي يو زړګى دى درد آشنا په قسمت مي يو فرياد دى نارسا رېدي ګل ولاړ زما په څلي ښه دى چي هم چپ دى هم د وينو په ژړا (5) هيڅ خبر نه دى د چا د زړه په وړنه نه سينه كښې د غمونو په پالنه ما خپل روح په هغه خاورو كښې "پو" كړئ چي يې نه زده بې خوړني بې مردنه ((( زړه زما دى له كوګله تښتېدلى شته ظاهر خو د معنو نه دى نتلى ښه له ما دى د درګاه هغه رټلى چي يې حق ليدلى، ما دى اورېدلى ((( جبرائيل دى څه خبر د ها و هو نه بيا خبر څه دى مقام د جستجو نه كړه تپوس د خوار بنده نه چي خبر دى د خوږو او د ترخو د آرزو نه ((( شپه د دغه انجمن مي ښايسته كړه لكه مهه مي په ګردش ويلي تنه كړه قصه ستا د تغافل او بې نيازۍ وه خو له مينځه نه يې ما "سپكه پښه" كړه ((( داسي دور به فلك نه وي ليدلى چي يې زړه د جبرائيل هم وي رېبلى څنګه ښكلى دير يې جوړ كړو چي مومن د عبادت ځنې كافر دى زېږېدلى (6) كړه عطا سوز د خسرو شور د روميرح راكړه صدق او اخلاص د سنائيرح بندګي كښې دى دا هسي يم خوښ شوى وا به نه خلم كه را اوبخښې خدائي (7) فاقه مست او كند اغوستى مسلمان دى جبرائيل يې له كارونو پرېشان دى راشه نقش د يو بل ملت بنا كړه دا خو پېټى پر اوږو د دې جهان دى ((( بل ملت چي كار ته مخه كاندي كار كا بل ملت چي له تراخو خواږه اظهار كا چي په دې يوه وينا نه راضي كيږي دوه عالمه پاس په خپلي اوږه بار كا ((( هغه قام چي لاالٰه ورد د زبان كا نيمي شپې نه را پيدا سحر خندان كا لمر وي پوهه په منزل د دۀ د لاري شګې رېګ تړې نه جارو د كهكشان كا (8) دى په واك د څو نامردو ستا جهان دي كسان يې د ناكسو بنديوان هنرمند يې په كارګو كښې خوري ځانونه چي يې عېش په غوښو اوكړي څو ګنجيان ((( پير ته داسي يو مريد فاقه مست اووې چي لوى خداى زما له حاله خبر څه دى د شارګ نه هم نزدې دى هغه موږ ته خو د ګېډې نه ډېر موږ ته نزدې نه دى (9) په بل ډول دا وطن د هندوستان دى په بل طور يې هم مځكه هم آسمان دى ته پنځه وخته لمونځ مه غواړه له ما نه د مريو د صف كېدلو كار خو ګران دى ((( چي محكوم شو خود فروشه مسلمان دى په جادو كښې ګير د ګوش او د چشمان دى پلسې مو سستې محكومۍ كړلې دا هسي يو دروند پېټى راته دين، آئين، قرآن دى (10) لږه وكړه اندازه د سود او زيان د جنت غوندي همېش كړه دا جهان ګورې نه چي موږ له خاوري زېږېدليو څومره ښكلى ښايسته كړ دا خاكدان ((( ته خو پوه يې چي ژوندون جاودان څه دى خو پوه نه يې چي مرګى ناګهان څه دى ستا اوقات به پرې يوه لحظه كم نه شي كه زه هم شم جاودانه، نقصان څه دى؟ (11) آخير عمر چي د دې بوډا جهان شي پټ تقدير به هم چي كوم يو وي عيان شي ما چي خپل ښكلى بادار( ته رسوا نه كړې د هغوى نه دي حساب زما پنهان شي ((( تن ضعيف خو روح زما دى په رفتار هغه ښار ته چي بطحا يې ده په لار ته هم دلته د خاصانو سره عېش كړه زه روان يم تر منزل د ښكلي يار د رسالت په حضور كښې نازك له عرشه ځاى د ادب لاندي تر فلك شته ساه وركى شي جنيد( او بايزيد( چي دلته راشي ((عزت بخاري)) د رسالت په حضور كښې (1) "اې خېمه كښې ناسته له خېمې نه شه بهر پورته كاروانيان شو او را مخكښې شو رهبر(" عقل كجاوه په مخكښې نه بوزي عاجز شو اوس مي قيزې خپلي كړې د زړه په لاس كښې ور ((( ما په نظرونو كښې ساته جوهر د زړه سومه يشېدم پړقېدم لر و بر د زړه اوتښتېدم زه د كلي ښار له هواګانو پرا مي نستو باد د باديې ته ور د زړه ((( خداى خبر د چا جلوې شهيد كړلو دا خوار نه مي شته د زړه نصيب كښې يو لحظه قرار بو مي تلو صحرا ته هلته لا زياتي غمژن شو لاړو د چينې په خوا كښې اوژړېدو زار ((( مه كوه تپوس د جلوه مستو د كاروان لاس يې دى اخستى له اسبابه د جهان زړه يې د جرس د آوازونو هسي شور كړي ګويا كښې چپې دي د نسيم چي نيستان! ((( ما په بوډا ځان د يثرب لاره وه نيولې مستې نغمې وايم د مزې عاشقانه څنګه چي مرغان د باديې وختي ماښام الوزي د ونو سر كښې ګوري آشيانه ((( (2) عام يې ګناهونه كړو د ميني مستۍ عام كړو يې هر دليل د پختګانو راته خام زه په حجازي آهنګ كښې خپلې نغمې وايم "هغه چي وړومبۍ قطره يې ګډه كړه په جام" څه تپوس كوې له مقاماتو د نوا كم خلـګ خبر دي چي څه وايمه له چا؟ خپل اسباب مي خور كړلو په دې خوره بېديا كښې ځان ته چي خلوت كښې خپله يم نغمه سرا (3) اوښې ته مي وې سحر چي رو رو قدم واخله سور دي خوار خسته دى او كمزورى او بوډا داسي مستانه قدم يې واخست ته به وايې چا ورته رېښم دي غوړولي په صحرا ((( پرې يې ږده مهار ساروانه! بې مهاره ښه ده دا هم په زړګي زما او تا غوندي بينا ده زه يې د قدم د دې څپو نه معلومومه دا لكه زما د زړۀ جادو كښې مبتلا ده ((( توري سترګي يې ډكي دي د اوښكو له قطرو زړه مي سوزوي د نيمې شپې په اسويلو هغه سرۀ شراب چي زما زړه يې سره لمبه كړو دا راووروي د نظرونو له څپو (4) سخ د هغه چولي چي په هغه كښې كاروانونه اولي كجاوې په مخه وايي درودونه ږدي سر په سجده چي د هغه په ګرمه شګه سيزي پرې تندى څو چي پرې جوړ شي محرابونه ((( څنګه ښه صحرا ده، هر ماښام يې سحر خند دى شپه ده پكښې لنډه ورځ اوږده څومره يې خوند دى پام كوم قدم پرې باندي رو ږده لارويه! دلته هر بڅرى لكه زۀ، هسي دردمند دى (5) دا عجمي څوك دى؟ چي امير دى د كاروان نه لري آهنګ يې د سرود عربي شان داسي نغمه كاندي چي د هغې له مړښته يخ ټټر به اوپايي انسان په بيابان ((( ځاى يې د منزل عشق او مستي ده چي په تلۀ دى ګوره څومره اور په آب و ګِل كښې د هغه دى سمه د هر چا د زړه سره د ده نوا ده ځكه چي په هر ګوګل كښې ټوك د ده له زړه دى (6) غم زما چي پټ دى بې وينا نه هم عيان دى دا كه چري را مي شي پر ژبه، يو داستان دى لاره تاؤ را تاؤ ده لاروى بې دمه ستړى مړه يې ده ډېوه په مخكښې شپه ده حق حيران دى ((( پورته كړل سپرلي ګل لاله په بيابان ښخې شوې خېمې په صحرا، جمع شو ياران زه چي ځان ته ناست يمه بس خوښ يمه په دې كښې ښه د ولې غاړه چي راځي له كوهستان (7) كله مي اشعار د عراقي شي پر زبان كله د جامي وينا مي اور بل كړي په ځان څو كه د عربو له آهنګه خبر نه يم بيا هم زۀ شريك يم په نغمه كښې د ساروان غم د لاروي سره خوښي كړه ګډه ډېره چيغه د فرياد يې د جنون نه كړه ور تېره واوره اې ساروانه! په اوږده لاره روان شه سوى د جدايي مي لا سيوا كړه را برسېره (8) راشه ياره! موږ چي سره وژاړو زار زار دواړه يو وژلي يو جلوې د يوۀ يار راشه چي دوه دوه د زړۀ خبري سره اوكړو اومښو بيا سترګي په پښو باندي د بادار( ((( كمه مقرر د حكيمانو شوه بها كړه يې و نادان ته مستانه جلوه عطا څومره خوښ بختي ده، څنګه ښكلې زندګي ده كړه يې يو دروېش ته دروازه د سلطان وا! ((( دا همه جهان مي دى د تن په لر او بر كښې شته دى هم هوا د لا مكان زما په سر كښې زه چي كوم ساعت د دغه لوړه بامه تېر شوم پرېوت لكه ګرد چي مي الوت ؤ په وزر كښې ((( ښكاري دې كشتۍ كښې زمانې جاوداني خيژي يې له خاورو بې صورته معاني دلته خوا په خوا دي حكيمان او كليمان ځكه چي څوك نه وايي بېخي "لن تراني" (9) هغه مسلمان چي دى فقير خو كجكلاه ووځي د سينې نه يې هر دم چي سوى آه ژاړي يې زړګى خو نه وي پوى چي ولي ژاړي؟ يا رسول الله( يوه نګاه يوه نګاه! ((( تاؤ زما په زړه كښې دى د تا د سوز له غمه دا زما نوا خو يو تاثير دى ستا له دمه ژاړمه په دې چي په وطن د هندوستان كښې وه مي نه ليد داسي بنده ستا چي وي محرمه ((( شپې لره د هند د غلامانو سحر نشته لمر دپاره نشته په دې لاره ګذر نشته وكړه لږ په موږ باندي نظر چي په مشرق كښې بل مسلمان داسي بې اسرې او كمتر نشته ((( څه به درته وايم له هغه فقير دردمنده هغه مسلمان چي دى په خټه ارجمنده پاك پروردګار د دې سخت جانه ساتندوى شه ښكته را پرېوتى دى له لوى بامه بلنده ((( حال يې درته زه څرنګه ووايم په خولۀ تا ته خو څرګند زما ظاهر دى هم مي زړۀ بس دغه روداد يې دى د دوو سوو كالونو زړۀ لكه كنده د يو قصاب لرمه زۀ ((( لا خو دا فلك په كاږه ډول په خرام دى ځكه دا كاروان لا لري لري له مقام دى حال به د دې قام د بې نظمۍ درته څه وايم ته پخپله وينې دا ملت چي بې امام دى ((( وينه كښې ګرمي هغه ړومبۍ يې نه ښكاريږي ځكه يې په شړو كښې لاله نه زرغونيږي تش د توري تيكې يې په شاني د كيڅئ دى طاخ كښې د وران كور يې كتاب ايښې دى زړيږي ((( خپل زړۀ چي هغه په رنـګ او بوى كښې ګرفتار كړ تش د ذوق او شوق نه د آرزو يې په يو وار كړ ځكه پېژنداى نه شي اوس ږغ د شابازانو غوږ چي اموخته يې خپل د ماشي په بنګار كړ ((( بېرته و هغه ته دروازه نه شوه د زړه وه پكښې خودي خو پيدا شوې واى له څه ږغ نه د تكبير يې كه ضمير ګوري تش پروت دى ځكه د هغه حرم د ذكر ولوېده ((( څيري ګرېوان، ژوند يې بې د فكر له ګنډو نه خداى زده بې ارمانه به څه واخلي له ژوندو نه مرګ يې په نصيب كښې دى، يو سوړ نيمګړى مرګ هغه مسلمان چي كوي ژوند بې الله هو نه ((( حق هغه ته وركړه چي مسكين دى او اسير دى مرګ يې غيرت زر نه قبلوي څو كه فقير دى ور د ميخانې يې دى هغه ته پوري كړى مړ مسلمان دې ملك كښې د تندي نه زهير دى ((( يو ځل يې بيا هغه خاوره خټه كړه سپېڅلې جوړه يې دنيا كړه بيا په زړه كښې ځلېدلې تېزه ده هوا، د ده لمن لكه غلبېل ده غم يې د ډيوې كوه سلګيو ده نيولې ((( غير يې په خلوت كښې دى د ژوند ناوې سنباله سيل يې په مقام كښې د نېستۍ له بده حاله دا ګنهګار ښخ قبر كښې پروت دى بې له مرګه دې نكير منكير يې له ګرجې او درمساله ((( نه ښكاري هغه ته، څنګه نور، چرته سرور دى نه يې په ګوګل كښې هغه زړۀ، چي ناصبور دى خداى دي د هغه امت ملګرى او ياور شي مرګ يې چي د دې نه دى چي زړه يې بې حضور دى ((( كول د مسلمان او بيا له مرګه نا محرمه ويري نه د مرګ په رپندي د مرګ تر دمه؟ ما يې په ټوكر ټوكر سينه كښې زړۀ ونه ليد ساه يې لنډه ګنډه او لړزان د مرګ له غمه ((( دا ملوكيت دى سراسر ښيښه بازي نه دى ترې په امن كښې رومي نه حجازي غم بيانومه د يارانو ستا حضور كښې ځكه چي په داسي وخت كښې شي دلنوازي ((( تن د مسلمان راته معلوم دى پايدار دى خټه يې مضبوطه ده كالبوت يې استوار دى داسي يې د سترګو نه هوښيار طبيب ته ښكاري روح يې د خودۍ تن كښې كمزورى رعشه دار دى ((( ټيټ لېمۀ مسلم دى هم له دې چي بې كلاه دى دين يې مړ او فقر يې عبارت له خانقاه دى پوه يې چي زموږه ميراث څه دى په دنيا كښې كند خو داسي كند چي له اسبابه د بادشاه دى ((( څه به يې تپوس را نه كوې چي په څه شان دى مځكه يې بې خونده لكه څنګه يې آسمان دى اوس هغه مارغه ته، چي ساته دى په اينځرو ځان له د يوې دانې لټون په صحرا ګران دى ((( ځلنده ښكاره مي كړه هغه ته زندګي راز مي د "صبا" كړو او د "نن" ورته جلي ويلي شي د روح اسرار د دې نه زيات په سپينه دې عجم ته وركړې كه ته نطق عربي ((( هر څو مسلمان كه بې لښكره بې سپاه دى اوګوره ضمير يې چي ضمير د يو بادشاه دى بيا كه خپل مقام ورته عطا دويم كرت شي شته دى په جمال كښې يې جلال چي بې پناه دى ((( وې زړې قصې همه د شېخ چي خزانه وه كوم يې چي كلام ؤ نو ګمان او افسانه وه لا خو يې تر اوسه دى اسلام زنار تر غاړه دا به يې بامبړ ؤ دا حرم چي بت خانه وه ((( څنګه په بل طور لا دينۍ دغه جهان كړو روح يې د آثارو د بدن ځنې بيان كړو بس له هغه فقره چي عطا دى وه صديق( ته ښه به وي كه دا مين په تن دى په سوران كړو ((( رنـګ او بوى حرم، له درمسال اخلي عيان دى بت زموږ سپين ږيرى پرېشان وېښته حيران دى نه مومي زموږ د تور بختانو په ګوګل كښې هغه زړه روښان چي په انوارو د ارمان دى ((( كله په مسجد كښې صف په صف چي فقيران شول ټول شهنشاهان د دوى له لاس څيري ګرېوان شول مړ چي هغه اور شو چي يې بل ؤ په سينو كښې بيا په دربارونو كښې راښكي مسلمانان شول ((( نن مسلمانان دي پخپل منځ كښې جنګېدلي ټولو د دوى نقشونه زړونو كښې ساتلي ژاړي كه څوك خښته تښتوي له جماعته خپله هم له هغه جماعته تښتېدلي ((( موږه چي شو خوښ په سجده بل ته بې الله نه شو لكه د ګبر يې دربار كښې نغمه خوانه وژاړم د چا نه له خپل ځانه ګيله من يم ځكه چي موږ خپله قابل نه وو ستا له شانه ((( تش چي نن په لاس د ميكشانو كښې اياغ دى ځكه چي ساقي مو په محفل كښې په فراغ دى زه د دغې آه ساتنه كړمه په سينه كښې ځكه چي لرګى يې له هغې روشن څراغ دى ((( تشې صراحۍ دي د خانقاه له ميو باري هم روان مكتب دى دويم ځل په تللي لاري لاړمه خفه د شاعرانو له مجلسه مړې نغمې يې ووځي د شپېلۍ نه خواري- زاري ((( زه په هر وطن كښې مسافر يم مسلمان يم كار مي د دې خاوري په دنيا نشته روان يم يم په پېچ و تاب كښې كه هر څو يم بې طاقته ځكه چي مخ شوى غيرالله سره په ځان يم ((( ستا راكړي پر چي وو په هغې الوتمه زه خپلو نغمو كښې سوځېدمه پرړېدمه هغه مسلمان چي مرګ ترې ويره كړې رپيږي چرته مي او نه ليد په جهان و ګرزېدمه ((( خداى ته يوه شپه داسي په زار وژړېدمه ولي خوار و زار دي په دنيا مسلمانان بېرته آواز راغلو چي خبر نه يې؟ دا قوم زړونه خو لري، زړونو كښې نه لري جانان ((( نه وايم زما هغه دبدب جلال چي تېر شو سود يې شرح اوس نه لري هغه حال چي تېر شو مړه شوه دوه صدۍ كښې، وه ډيوه چي مي سينه كښې وار د تيرو راغلو خود هغه جمال چي تېر شو ((( كړو چي حفاظت يې د حرم معمار د دير دى مړ يې دى يقين، او هم نظر يې اوس په غير دى ښه يې د انداز نه د نظر معلومېداى شي سكُټ ترې نااميده دى، اسباب چي كوم د خير دى ((( لږ خو له دې سوزه د فقير چي ره نشين دى وركړه ورله ته هغه ضمير چي آتشين دى زړۀ يې كړه روښانه هم رڼا يې پائېدونكې ته له هغه آسه، چي زېږون يې له يقين دى ((( پرېوزم كله كله ستا نه شمه په غورځنګ څنګه تويوم وينه بې توري بې تفنګ اوكړه يو نظر د التفات د بام له سره ځكه چي يم خپلې زمانې سره په جنـګ ((( ما لره ګوشه يوازي ځان آه و ناله ښه ځم چي مدينې ته بې كاروانه بې جوپه ښه چرته مدرسه، چرته د شوق ميخانه وايه ما لره به دا وي كه د هر څه نه هغه ښه؟ ((( زه يې په خوره خوږه فضا كښې والوتم پر مي شو لانده د باراني وريځ په نم ما چي تمامي حرم را غونډ كړو په ضمير كښې و مي وې هغه چي ؤ ضمير كښې د حرم ((( هيچا مي غوږ كښېنه شو په راز او په بيان نه مي چا په ښاخ كړه خرما خوښه، نه په خوان اې د امتونو مشره! داد دي تا نه غواړم دې يارانو وشمېرلم زۀ يو غزلخوان ((( شعر نه ما خپله رضا پوري تړلې غوټه مي د تار د معاني ده پرانستلې تش په دې اميد چي كه اكسير يې عاشقي كا مس ځكه د دغه مفلسانو مي كړو ويلې ((( تا وې چي وينا كړه له ژونده د دوام غوږ وته د مړي رسوه د ژوند پيغام دا ناحق شناس ګوره چي څه غواړي زما نه زه د مرګ تاريخ د يو او بل چي كړم ارقام ((( مخ شولو زما له پټه درده زعفراني وينه زما څاڅي له لېمو ارغواني غوټه مي خبره په مرۍ كښې شوه چي راغله تا ته بې وينا مي ښكاره حال دى نهاني ((( ژبه چي زموږ د غريبانو ده، نګاه ده وي چي د خوږمن خبره اوښكي دي يا آه ده سترګي مي پرانستې دي او شونډي مي ګنډلې ځكه چي په خوله وايه، زموږ په نزد ګناه ده ((( ځان نه مي خبر كړو له خپل ځانه نا محرم ومي را سپړدو د ده په خټه كښې زمزم هغه ګرمه ګرمه ناله راكړه چي په تاؤ يې اوسوزوم بې د دين له غمه هر يو غم ((( بل څه مي ګوګل كښې بې لوګي د نفس نشته بې د تا د لاسه زما بل دسترس نشته بيا دا د غمونو قصې ووايمه چا ته ننه په سينو كښې چي بې تا نه بل كس نشته ((( دا خوار دړدېدلى مسافر شيرين صدا دا چي سوزوي يې پخپل تاؤ خپله نوا ته خبر يې څه لټوي؟ څه ګوري؟ څه غواړي؟ زړه چي وي له دواړو جهانونو بې پروا ((( نم او رنـګ به هيچيري او نه غواړم له باده يم چي زه شتمن د تا دي لمر د فيض له داده پورته مي نظر ځي له سپوږمۍ او له پرېوونو نه كړمه لحاظ د چا خبره كړم آزاده ((( هغه سمندر كښې چي يې هيڅ غاړه ګودر نشته بل د عاشقانو بې د خپل زړه نه رهبر نشته تا وې ځكه لاره د بطحا مي اونيوله او ګني بې تا نه مي بل خوا ته سفر نشته ((( مه شړه له دره مي، مشتاق ستا د حضور يم ستا راكړى درد دى ستا له درده ناصبور يم وه فرمايه ما ته څه چي وايې بې له صبره ځكه چي زه دوه سوه فرسنګه له دې دور يم ((( زړه مي د فرنګ په ښايستاؤ او بايللو تاؤ د بتخانې د ښكليو ويلي ويلي كړلو زه له خپله ځانه تر دې حده بېګانه وم خپل ځان مي چي اوليدلو نه مي پېژندلو ((( ما پياله د ميو د مغرب چي اونوشله درد د سر مي واخست، پخپل سر قسم پخپله كښېناستمه خوا كښې د نيكانو فيرنګيانو ما هسي بې سوزه بله ورځ او نه ليدله ((( زه فقير چي څه غواړمه، غواړم يې له تا نه اورېبه په پاڼه د وښو مي زړه د غر راكړل، خوږ د سر راته سبق د حكيمانو ځكه چي زه لوى په ترتيب يم د نظر ((( زه نه د صوفي خوا كښې كښېنم نه د ملا ته خو ښه پوهېږې چي نه هغه يم نه دا اوليكه الله زما د زړه پر تخته باندي هم به ځان څرګند اووينم هم هغه صفا ((( زړه د ملا تش دى په زړګي كښې يې غم نشته اوچ نظر يې سترګو كښې غړيږي خو غم نشته ځكه زه د ده له مدرسې اوتښتېدلم نشته دى د ده د حجاز رېګ كښې زمزم نشته ((( ناست چي پر ممبر وي هر كلام يې لشه دار دى ځكه در څخه د كتابونو يو انبار دى ما له شرمه هيڅ اونه ويل ستا په حضور كښې دى له ځانه پټ دى او موږ ټولو ته اشكار دى ((( زړه له خاوندانو د زړه، ده كه ما وكښلې؟ بيا خبر د شوق ورلره، ده كه ما راوړلې؟ موږه يو دوه غشي په تركش د دين كښې دواړه مينځ د ګل زېړي اووايه، ده، كه ما ويشتلې؟ ((( زه په خپل محفل كښې مسافر او بې نوا يم اووايه دا خپلي ګرانې سختي چا ته وايم ويره مي له دې ده چي پټ راز به مي څرګند شي خپل زړه ته هم ځكه خپل غمونه نه ورښايم ((( خپل د زړه اختيار مي چاته ور نه كړو هيڅكله ما د هر مشكل غوټه پخپله پرانستله يو كرت كه ما په چا تكيه اوكړه بې خدايه پرېوتمه زه له خپل مقامه سل سل ځله ((( شته لا هغه سوى د لېونتوب زما په سر كښې لا زما وجود دى هم په هغه شور و شر كښې لا خو د طوفان د هغه زور نه چي تېر شوى نشته قرارى مي په موجونو د ګوهر كښې ((( لا په دغه خاوره كښې دننه پټ شرر شته لا مي په سينه كښې اسويلى د لوى سحر شته اوكړه تجلي زما په سترګو چي ووينې څو كه زړ بوډۍ ده خو طاقت مي د نظر شته ((( دا چي زه څه وينم ترې نظر مي بې نياز دى زړه زما له خپله پټه سوزه په ګداز دى زه او دا بې سوزه، بې اخلاصه زمانه څه؟ دا خو راته ووايه آخر چي دا څه راز دى؟ ((( زه يې په بې سوزه زمانه كښې آفريده كړم ډك له شوره روح يې، زه له خاورو د ميده كړم ژوند يې هسي راكړو لكه بياسته مي په څټ كښې ته به داسي وايې چي په دار يې كشيده كړم ((( رنـګ او بوى مي ګل او لاله نه اخلي هيڅ شان لاړو مړ زما شو په ګوګل كښې پټ ارمان پټ غم مي وينا كښې نه ځاييږي او كه ځاى شي اووايمه څه؟ او چا ته يې اوكړمه بيان ((( د خاته تر پرېواته زه خوار او غريب يمه ځكه بې نصيبه چي له هغو يارانو يمه خپل غمونه خپل زړه سره وايم ځان ته ناست يم څه معصومانه مسافري غلطومه ((( مات مي د حاضر علم جادو كړو په يو وار پورته مي دانه كړه جال مي مات كړو تار په تار خداى ته ده معلومه چي په څير د ابراهيم( څنګه بې پرواه يې ور درون شومه په نار ((( سترګو كښې زما چي دا نګاه ده دا له تا ده دا رنـګ چي ځلا د لاالٰه ده دا له تا ده مخ مي كړه سحر د من رآني* سره هم ته شپه مي چي سپوږمۍ غوندي رڼا ده دا له تا ده ((( خپله چي ما اوكړه د خپل ځان سره قربت ستا په نور مي وليد خپل مقام هغه ساعت جوړ مي د نوا نه د سحر كړو په دې دير كښې څه ښكلى جهان يو د مستۍ او محبت ((( شته په دې دنيا كښې يو جنت چي ښه خرم دى ګرځي په هر ښاخ كښې يې زما د وينو نم دى لا خو هاى و هوى د هغه نشته په نصيب كښې څوك چي لا تراوسه منتظر د يو آدم دى ((( داسي يو زلمى ورلره وركړه چي پاكباز وي مست په هغو ميو وي چي كوم يې خانه ساز وي مټې يې مضبوطي وي په شاني د حيدر( زړه يې له دواړو جهانونو بې نياز وي ((( جام كړه ساقي پورته راشه زړه كړه زما ښاد سوز د ميو زيات كړه د شپېلۍ د سوز په داد بيا مي په سينه كښې هغه زړه كښېږده را پاڅه تاؤ چي كړم پنجه زه د كاؤس او كيقباد ((( دا جهان له ميني مينه ده ستا له سينې نه دې سرور يې ستا د زړو ميو د چينې نه بې له دې په حال د جبرائيل څه خبر نه يم دا چي يو جوهر دى هغه ستا د آئينې نه ((( سوز چي كوم زما دى هغه فيض دى ستا له دمه كور كښې مي چينې د ميو دي ستا له زمزمه ملك د جم زما د دروېشۍ ځنې خجل دى ځكه چي آشنا دى زړه زما ستا له حرمه ((( كم مي په دې دير كښې د زړه بل پوري تړون دى بيا سره د دې هم دا خپل مقام نه ستون دى غواړي نن زما ځنې سجده چي ورته اوكړم هغه خداى هم هغه چي مات كړې مې پرون دى ((( داسي لاله پورته شه زما له موټي خاورو وينه يې قطره قطره څڅومه د لېمه نه دا دلنوازي ده، كه هم دا سوغات قبول كړې زه خو نور څه نه لرمه، بې د يوه زړه نه ((( دې ښكلي ملت په مخكښې زه اوسوځېدمه جوړه كړله ما يوه نوا چي وئېدمه وايي دا ادب چي كړه خبره مختصره وترهېدم، روغه مي كړه، بيا په آرام شومه ((( ستا قسم د رندو په سپېڅلي طبعيت ستا قسم زما په اسويلو د محبت راوله وريځ د پسرلي په هغو خاورو غېږه كښې زما دانه را نيسي په الفت ((( زړه لرم ورغوي كښې، دلبر او جانان نشته ډېر لرم سامان خو چرته غل د سامان نشته اونيسه مقام مي په سينه كښې راشه راشه ما غوندي دنيا كښې يك تنها مسلمان نشته ((( ما وركړو حرم كښې د رومي غوندي اذان زړه مي له هغه د روح رازونه كړل په ځان دور د فتنه كښې دى د تيري زمانې ؤ دور د فتنه كښې يمه زه، د دې زمان ((( خاورو نه زما يو ګلستان كړه را بهر اوښكي مي په وينه د لاله كړه تر بتر هر څو كه قابل زه د علي( د توري نه يم تېز راكړه د توري د علي( غوندي نظر ((( ناست چي پر ساحل دى مسلمان خوب ورغلى بحر نه خجل اميد له ځانه يې شلېدلى بې له دې ځوانمړد فقير چي درد يې دى په زړه كښې پټ يې چي زړګى لكه غلبېل دى چا ليدلى ((( چا هغه ته اوويل چي بوى راځي د يار؟ وركړلو اميد ورلره چا د نوبهار؟ هغه پخوانى سوى خو د ده د آه نه لاړو بيا د ده نيستان ته چا ورپوري كړو شرار؟ ((( ته له خپله بحره مي چينې ته ګوهر راكړه پنګه مي خوره په غر په سمه په صحرا كړه تا چي ؤ راكړى دې طوفان مي زړه پرا نه نست بل يو طوفان راكړه زياتي شور و غوغا راكړه ((( وګوره جلوت مي شپېلۍ چي ږغومه ګوره په خلوت كښې چي خپل زړه ويلي كومه ما خپلو نيكونو نه، نكته د فقر زده كړه ګوره له سلطانه څومره زه بې پروا شومه ((( وم چي په هر حال كښې خو خوشحال ومه ډېر ښه وم وړو مي چي نقاب د هر معنٰى له مخه زه وم مه پوښته زما بې قراري چي په لحظه به زه ومه د آشنا سره او بل ساعت به نه وم ((( زه ومه شريك په درد و غم كښې د لاله نه وم چي مي پټ ضمير د ژوند كړلو ښكاره خداى زده چي د ژوند نكته مي چا وته ويله ځكه چي تنها وم او سرود مي كړو تنها ((( ستا په نور به ځلنده زه دا خپله نګاه كړم ځير چي بيا پرې زه دننه ډډ د مهر و ماه كړم كله مسلمان چي ځان ته وايم اورپېږم زه چي ګرانې چاري را په زړه د لاالٰه كړم ((( ستا كوڅه كښې ما دپاره سوز د يو نوا بس دغه ابتدا را لره، دغه انتها بس ځار شم د هغه سپېڅلي رند له دې جرآته خداى له چي يې وويل: "ما له مصطفٰى بس" (12) زړه كړو هاى و هوى ما د خپل شوق له بركته هغه چي جاري كاندي چينه له كاڼي كښته دغه يو ارمان لرم په زړه كښې چي "جاوېد" واخلي رنـګ و بوى دا ستا له عشق او محبته ((( وګوره لږ راشه كجكلاهه فيرنګيان ته به وايې لمرونه يا سپوږمياني دي په ځان بچ يې اوساته له دې كافر نظر كوونكو دا زما د ګرمي ګرمي وينې ساده ځوان ((( وركړه لاس چي پرېوتل له لاده باده ستړي هغو ته چي زړونه غيرالله ترې نه دي وړي لږ د هغه اور ځنې چي بل زما په ځان دى برخه د هغو كړه مسلمان چي دي زو كړي (13) ته هم واخله مى د دوست له جامه نابلده هغه چي دي دوست سره واصل كړي تر ابده دا نه ده سجده، كه كړم جارو عبدالعزيزه! خاوري په بڼو د يار د درنه څه ده بده؟ ((( شاه يې ته سلطان يې حجازي او زه فقير يم به خو په ملك د معاني كښې يم امير كوم جهان زرغون چي شو د لاالٰه له تخمه راشه كه يې ګورې زما غېږ كښې د ضمير ((( خوښ بې دارو نه دى كه څو زه يم دردېلې او نه وايې دا چي يمه خوار عمر خوړلې لا خو د ليندو د باره ښه په كارېداى شم غشي د تركش نه د ملت يمه لوېدلې ((( راشه يو تر بله چي لاس وركړو سره ګډ شو هېره دا دنيا چي سراسر كړو سره ګډ شو يو ځل په حريم كښې د كوڅې د هغه دوست سرې اوښكې د سترګو را بهر كړو سره ګډ شو واوره په يو داسي بيابان كښې ستا مقام دى مخ يې د ماښام لكه سحر آئينه فام دى چرته دي په خوښه وي خېمه اووهه كښېنه بل چا نه طناب غوښتل په دې ځاى كښې حرام دى ((( زه يم مسلمان، يمه آزاد له هر مكانه زه يم ترې بهر، كه وي حلقه نهه آسمانه ما ته يې سجده هسي را زده كړه چي په هغې زه شم پېژندى د هر يو خداى بها آسانه ((( بت د فيرنګي نه بېګانه اوسه هر دم لوظ يې له بها چي د اوربشې نه دى سم قرض نظر واخله ته له سترګو د فاروقه دې نوې دنيا كښې بيا زړور واخله قدم ((( د ملت په حضور كښې مه غواړه زما نه ته وينا عارفانه ځكه چي لرمه زه سرشت عاشقانه اوس به په دې باغ كښې درته سرې د وينو اوښكې اوشيندمه زه، لكه شبنم دانه دانه د ملت په حضور كښې (1) خداى( پوري زړه وتړه پر لار د مصطفٰى ځه پاڅه په منزل كښې د هلال غوندي صفا ځه ورو په ورو غټېږه په فضا كښې په ځلا ځه غواړې خپل مقام كه ته په دغه بتخانه كښې خداى( پوري زړه وتړه پر لار د مصطفٰى( ځه ((( موج غوندي پيدا يمه له خپله سمندره ځان كښې پېچيده يم لكه وي چي مرغلره ځكه خو نمرود راته دا هسي په غصه دى كومه د حرم د جوړوو خواري له سره ((( راشه ساقي راشه په ګردش دي كړه جامونه كړه خواره لستوڼي دي په دواړه جهانونه راز د حقيقت يې ظاهر كړى په رندانو ځكه چي ملا پېژني كم د دين رازونه ((( راشه ساقي راشه كړه نقاب د مخ نه لري اوڅڅېدې ويني مي له سترګو نه نادري اوس په هغه غاړه، چي شرقي ده نه غربي ده وايه د مقام د "لاتخف*" راته سندري ((( پاڅه را بهر خپلي سينې نه خپل تكبير كړه ته پخپله خاوره باندي طرح خپل اكسير كړه واخله خودي ويې نيسه كلكه، خوشحال ژوه بل ته يې ور نه كړې پخپل لاس كښې دي تقدير كړه ((( ډك له خودۍ وي مسلمان مرد تمام دى وركه يې خودي كه شوه د خاورو نه غلام دى ته كه دي متاع د ځان، خپل ځان ګڼې خبر شه بې له خپله ځانه په بل چا نظر حرام دى ((( ښه مسلمانانو چي خپل ځان اوپېژندلو قدر يې ګوهر غوندي هر سيند كښې اوموندلو بيا دې بتخانه كښې كه له خپلي خودۍ تېر شو ستا په سر قسم دى چي مرګى يې واخستلو مخ نه د تقدير هغه پړده مي راښكودله مه شه نااميد د مصطفٰى( په لاره زغله ستا كه پرې باور نه وي دا ما چي درته اووې وتښته له دينه مرګ د كفر در آخله! ((( تُركو ته يې پرانستل چي پوري وو درونه جوړ يې د مصريانو ښه محكم كړه بنيادونه ته هم د خودۍ لمن په لاس اونيسه كلكه بې له دې وركيږي چاته دين او نه ملكونه ((( هر هغه يو قام چي يې برباد كړل بهارونه ده سره جوړيږي الوتلي نكهتونه څو كه يې له خاورو ريدي ګلې را زرغون شي خپله د قبا نه يې الوتي وي رنګونه ((( خداى هغه ملت په سردارۍ اونمانځلو چا چي خپل تقدير پخپلو لاسو اوليكلو هيڅ يې سريكار د هغه قامه سره نه وي خپل ملك يې دهقان چي بل دپاره اوكرلو ((( زده كړه د رازي ځنې حكمت چي د قرآن دى خپل څراغ يـې بل كړه له څراغه چي روښان دى بيا سره د دې يوه نكته واوره زما نه ژوند چي پكښې سوز او مستي نه وي هغه ګران دى ((( (2) خودي چا په لاالٰه چي د خودۍ وهلى سر دى ده ته حاصل شوى د مړو خاورو نه نظر دى مه پرېږده لمن د داسي ځوان چي ما ليدلى ګيره په كمند كښې يې سپوږمۍ ده او هم لمر دى ((( پورته شه ناپوهه زړه آګاه اولټوه ته خپلو نيكونو غوندي راه اولټوه پوه يې چي څنګه مومن پټ رازونه سپړي د لا لا موجود الاالله" اولټوه ((( زړه دي شته منمه خو داغ نه لري پنهان نشته پكښې چرته خوږ او سوى د مسلمان څه شي كه چمن ته د خودۍ دي اوبه وركړې تا له هغه سينده چي پكښې نشته طوفان ((( (3) اناالحق بې له حق( نه ځان ته چي حق وايي حق د چا دى؟ څوك يې چي قابل د دار اونه ګڼې خطا دى سر وهل يې ښه دى كه يو كس هسي وينا كا دا ټكى كه غږ وي د يو قام هغه روا دى ((( خير كه اناالحق د هغه يو ملت نعره وي نم د ده د ويني نه چي هره ونه شنه وي پروت يې پټ دننه يو جمال وي په جلال كښې دا نهه آسمانه هغې يو ته آئـينه وي ((( ډېر په امتونو كښې هغه بلند مقام دى دواړو جهانونو كښې د هر ملت امام دى يو لحظه كښېني نه په آرام له پيدايشه ځكه ستوماني او خوب په ده باندي حرام دى( ((( تن يې د لمبې غوندي له سوزه د درون دى خس غوندي هغه ته دا جهان د چند او چون دى شرحه يې همت د اناالحق شي ښه كولى وه چي وايي "كن" ورپسې وګوره "يكون" دى ((( الوزي وسعت كښې د آسمان چي كامل تر وي ګرځي كه هر خوا پخپله ځاله يې نظر وي ستوري او سپوږمۍ يې هغه نښتي وي كمند كښې لاس كښې يې تقدير د زمانې وي باندي بر وي ((( باغ كښې خوږ آواز كوي په شان د بلبلانو وي چي په راغه كښې كړي غوټه د شابازانو وي يې چي امير په بادشاهۍ كښې فقيري كا كار يې دروېشي كښې كړي فقير د اميرانو ((( ډكه له زړو شرابو نوې پيمانه كړه لاندي تر فروغ دي غر محل او كاشانه كړه غواړې كه له ښاخه د منصور مېوه نو راشه روڼه په "لا غالب الا الله" د زړه خانه كړه ((( (4) صوفي او ملا تريو راته تندى د ملا ښكاري د كړو وړونه پوست يې نظر نه شي بېلولاى د مغزو نه هم كه زما دا مسلماني وي چي يې وينې ښه كړې كه شړې مي د كعبې د دروازو نه ((( خلق د كعبې فيرنګي ښكار كړل هم د دير ږغ د خانقاهونو نه را خيژي د "لا غير" لاړم بيا له سره مي ملا ته دا قصه كړه وه يې كړه دعا چي "عاقبت دي وي په خير" ((( اې چي د صوفي او د ملا يې بنديوانه ژوند نه اخلې ولي له حكمت ډك له قرآنه نور دي د قرآن له آيتونو څه كار نشته بې له دې چي ساه يې په يٰسين وركړې آسانه ((( ځان ته اوېزانه آئينه كړه له قرآنه ته يې بدل شوى غوندي اوتښته له ځانه ته د خپل عمل دپاره تَلَه ځان ته كښېږده بيا دي هغه تېر قيامتونه جوړ كړه ځوانه ((( زه سلام كوم ورته صوفي دى، كه ملا ما ته را رسولى يې پيغام د كبريا دا ده چي تاويل يې په حيرت كښې غورزولى پاك پروردګار( او جبرائيل( او مصطفٰى( ((( ذكر د دوزخ كړو يو واعظ وته كافر دې نه زياته ښه خبره اوكړه يو كافر هيڅ نه دى خبر هغه غلام له خپله ځانه وايي چي دوزخ د بل په برخه دى بدتر ((( واوره يو مريد چي خود شناس ؤ پخته كاره وه يې كړه يو پير ته، څه خبره لشې داره ځان پخپله يو نيمګړي مرګ ته ورسپارل دي رزق را غونډول د چا له خاورو له مزاره ((( خپل زوى ته يو پير خرقه پوش اووې برخورداره دا نكته "تعويذ كړه د ژوندون" د ځان دپاره تل اوسه آشنا د زمانې د نمرودانو ژوند ابراهيمي يې بيا له فيضه ځنې شماره (5) رومي رح تېر تر ستوني ته هغه زاړه شراب كړه بيا ملك چي د پروېز يې د يو جام نه ده بها بيا دي د رومي جلال الدين په تاوده شعر كړه د زړه كعبه كښې دېوالونه په ګډا ((( واخله له پيالې يې شرابونه لاله رنګه داسي يې تاثير دى چي لعل جوړ كاندي له سنګه هغه چي هوسۍ ته د مزري زړه وركوينه هغه چي د ملا داغونه وينځي له پلنګه ((( ما اخستې برخه د هغه له تاب و تبه شپه شوه زما ورځ، د ده د ستوري له سببه وګوره هوسۍ ته چي په چول كښې د حرم ده پريښي چي خندا د امزريانو يې له لبه ((( واړه سر تر پايه سوز د درد د آشنايي وصل يې پوهيږي په زبان د جدايي اخلي د شپېلۍ نه يې جمال د عاشقۍ خپله نصيبه يې د جلال كبريايي ((( غوټه د مشكل، د دې ناكاره يې پرانستله ګرد چي ؤ د لاري ترې كېميا يې جوړه كړله عشق او د مستۍ سره آشنا هغې شپېلۍ كړم هغه چي سپېڅلې نۍ نواز و غږوله ((( ور زما د زړه يې را ته بېرته هغه آن كړ جوړ زما د خاورو ځنې هغه يو جهان كړ دا د هغه فيض ؤ چي پيدا مي اعتبار شو ځان چي را آشنا سپوږمۍ او ستورو د آسمان كړ ((( خيال يې كړي د ستورو او سپوږمۍ هم نشيني ځي نظر يې پورته د پرېوتو نه بېخي خپل قرار زړه يوسه هغه ته يې مخكښې كېږده وړي په يو نظر چي د پارې نه رپندي ((( زده كړه د رومي ځنې رمزونه فقيري هغه فقيري چي ورته سوزي اميري و ژغوره خپل ځان د هغه فقر و دروېشۍ نه تا چي و مقام د سركوزۍ ته رسوي ((( لاړ شان و شوكت د بادارۍ چي خودي لاړه فقر ته يې وښيل كارونه د ګډا ما دي راپور كړي د رومي له مستو سترګو واړه لذتونه د مقام كبريا ((( تاك نه يې زما ځلند شراب او بيا وه ځار شم ترې دامان يې چي زما پرې ولاړه برخه له هغه اوره لرم چي په اول كښې زړه كښې د روميرح چي سناييرح اولګاوه ((( (6) د فاروق( پيغام باده! د عرب له بيابانه ځه غوټه كړه نيل كښې د مصريانو را پيدا يوه څپه كړه پاڅه د فاروق( دغه پيغام يوسه فاروق ته ځان كښې سلطاني فقيري دواړه ګډ سره كړه ((( تاج و تخت د فقره سره، دغه خلافت دى سخ شه چي لري يې بې پايانه ډېر دولت دى دا فقر چي پرې نه ږدې ځلميه بختوره! مړ شي بې د دې ځنې ډېر ژر چي بادشاهت دى ((( هر كله ځوانمړد چي معرفت پيدا د ځان كا جوړ به بيا له سره هغه تېر ښكلى جهان كا كړي د ده طواف به په زرګونو انجمنه هغه چي د ځان سره خلوت شي زړه روښان كا ((( بېرته په اخلاص د زړه او عقل هر يو ور كړه ته حاصل د هري ميخانې له پير ساغر كړه ځان كښې كړه پيدا هسي نياز چي زړه روښان كړي پاكه چي لمن لرې لستوڼى خير دى تر كړه ((( سخ د هغه قام چي وي خپل ځان ته رسېدلى درد نه د لټون وي بې آرامه ټپرېدلى وي يې د آسمان لاندي برېښنا لكه د تندر داسي لكه تېغ چي وي له ميانه را وتلى ((( يو تركي ماڼګي ويله څه ښكلې بدله سترګي آسماني او سره ګونه يې ځلېدله وې كه چري ګېره مي كشتۍ شي په درياب كښې نه يم پرې رضا كه بې طوفانه ووتله ((( واك د كل جهان زما په خټه كښې اخښلى شان د امانت يې په تندي زما ليكلى وګوره درون ته دي لږ ځير هغه جهان كړه غم يې په زړه كښې د فاروق( چي ؤ كرلى ((( هغه څوك چي پوى وي په اسرارو د يقين كړي يې يو ليدونكى كه لېمه يې وي دوبين ګډه چي يو ځاى كاندي رڼا د دوو شمعو مه كړه اندېښنه د افتراق د ملك او دين ((( هغه مسلمان چي ځان يې تېر له امتحان كړو جوړ د خپلي لاري د غبار نه يې آسمان كړو و يې ساته ښه كه لرې ته د شوق بڅرى لمر به درنه جوړ كاندي كه ځان دي هسي شان كړو (7) د عرب شاعران پوى زما د خوا كړه سندر غاړي د عرب ما يې بها كمه كړله لعل چي ؤ د لب ما په هغه نور چي مي حاصل كړو له قرآنه سپين سحر كړو جوړ د سل اتياوو كالو شب ((( زړونو كښې د خلګو هاى و هوى را پيدا ما كړو غر محل مي شمېر د موټي خاورو په بها كړو بحر ډك د شور سره حريف په يوه ورځ شي هغه شور و شر چي په سينه كښې مي پيدا كړو ((( مه جوړوه راشه نور د ښكليو صورتونه بې له خپل ضمير د بل نه مه اخله امدادونه تا زما په باغ كښې پر او بال دي پيدا كړي وركړه مسلمان ته، كوم چي ته لرې دردونه ((( زړه مي شته په تن كښې او په زړه كښې مي يو غم شته لا خو په دې وچه زړه څانګه كښې څه نم شته ته هغه چينه جاري د خپل هنر په دم كړه ځان ته پټ د هر مسلمان وينه كښې زمزم شته ((( وي چي مسلمان بنده د خداى لري صفات زړه د هغه راز وي د اسرارو نه د ذات بې د حق له نوره بل په څه جمال ليداى شي ځكه چي دى اصل كښې ضمير د كائينات ((( خاوره كښې يې بيا كړه پيدا هغه سوز و تاب اوزيږي د شپې نه د هغه چي يو آفتاب وږغوه داسي يو نوا چي ستا له فيضه بېرته ور عطا شي هغه ذوق د انقلاب ((( څه مسلماني ده؟ غم د زړه پيدا كول دي غم كښې د يارانو د پارې په شانې سول دي بس چي د ملت دپاره تېر شي د خپل ځانه بيا دويم كرت "اناالملت" نعره وهل دي ((( هغه چي آګاه شو په اسرارو د خپل ځان بې له خپلو سترګو په بل نه ويني جهان جوړه په سينه كښې كړه يوه نوا دننه بيا نو جوړولاى پسرلى شې له خزان ((( پام ورته كوه چي ستا په خټه كښې پراته دي تا ته ترې حاصل مستي سرور او سوځېده دي وينم يې خالي سبو د ده او د هغه دې پاتې بس شراب په صراحۍ كښې ستا د زړه دي ((( سيزي چي سينه دا شپه د دښت او د كهسار موج شته د اوبو نه د مارغه پكښې چغار نه روښانه كيږي په قنديل د راهبانو ته خو ښه پوهيږې چي دى لمر ورله پكار ((( ښه دى دا محراب چي په تندي كښې ستا نما دى ونيسه معلوم كړه هغه رګ چي د صبا دى كښېږده قدم ما غوندي صحرا كښې د حرم ته شي درته معلوم پكښې وسعت هغه چي ستا دى (8) اې د صحرا زويه! شول په صباؤن كښې چي روښان در او دشتونه وكړه يو مارغه له يوې څانګي آوازونه زويه! د صحرا پاڅه خېمه كړه خپله غونډه ذوق چي د تـګ نه وي څه حاصل وي له ژوندونه ((( پاك الله عرب چي راهنما كړو د كاروان ځكه چي د فقر يې په ځان اوكړو امتحان فقر د هغوى كه وي غيور چي غريبان وي كړاى شي، كه هغوى كړي لاندي باندي ټول جهان ((( شور په هغو شپو كښې د سحر د بل صبا دى هغه چي روښان په تجليو د سينا دى تن او ځان محكم يې د دښتونو په سيلۍ ځلك د امتونو خو د غر او د صحرا دى ((( (9) څه خبر يې ته.....! يو ځلي آئين بيا د تسليم او رضا واخله لاره ته د صدق و د اخلاص او وفا واخله مه وايه چي شعر مي "داسي دى هغسي نه دى" راشه دا هوښيار غوندي جنون خو له ما واخله ((( تل پرې هغه واړه چمنونه ويرانه شي چرته چي جنون د هنګامو نه بېګانه شي هو! له هغه شوره چي مي ګډ كړو په دې ښار كښې ښكاري دا جنون خو نتيجه كښې فرزانه شي ((( زه ړومبى لاله د پسرلي د چمن يمه پر له پسې سوځم له دې داغ چي يې لرمه مه ګوره په كم نظر زما و تنهايي ته سل د ګل كاروانه د خپل ځان سره لرمه ((( داسي يم پرېشان لكه د لاري چي غبار شي هغه چي د باد په اوږه سور شي په قرار شي څومره خوشبختي به وي دا، څه خوشحال به ژوند وي ما نه راښكاره كه يو غښتلى شاه سوار شي ((( ښه دى هغه قام كه څو پرېشانه يې روزګار وي شي پكښې پيدا هسي ځوانمرد چي پخته كار وي راز دى د رازونو نه د خداى دا پيدايښت يې نه ده، چي ظاهر له هره ګرده شاهسوار وي ((( موج غوندي وم زه پخپل درياب كښې بې قرار ان چي په ورو ورو شو يو طوفان را په اظهار بل يو ښكلى رنـګ بغير د دې نه ما اونه ليد ما پخپلو وينو يې تصوير كړلو تيار ((( ډك شي د هغه په يو نظر سره خمونه كور د ارمانونو كښې روان كړي شرابونه سم د سمندر سره به دا همه لښتى كا دى چي ورته وركړي بې قېمته طوفانونه ((( هغه څوك تر لاسه چي جلب د قافلو كا شوق به پټ اشياوو كښې پيدا د تجلو كا ټول داسي په ډاګه كړي وګړي د افلاكو نهه آسمانونه جوړ پېزار د خپلو پښو كا ((( وركړه هغه پاك انسان ته ته مباركي هغه چي سالار د قافلې و زېږوي بيا به نو د داسي بختورې مور له غيږې ځار به كړم، خجله به كړم حوره جنتي ((( زړه مي كړي سينه كښې دا وينا چي يو دلبر شته مال دي په كاله كښې را پيدا كړه غارت ګر شته ما ته زنكدن كښې له آسمانه صدا راغله وو چي رژېدله شګوفه ترېنه ثمر شته ((( (10) خلافت او بادشاهي ځان د مصطفٰى په نور عربو اوسېځلو مړ د مشرقيانو يې څراغ اولګولو وركه كړه لار هغه خلافت، چي په اول كښې چل يې مسلمان ته د شاهئ ور وښيلو ((( كاندي خلافت په مرتبه يې ګواهي ده په ما حرامه چي هغه ده بادشاهي مكر ورته وايې كه جادو، دا بادشاهي ده حفظ خلافت كړي د ناموسِ الٰهي ((( جنـګ چي شي پيدا د بادشاهئ او له كليمه( جنـګ له يو فقيره، بې كلامه، بې ګليمه لوبي د تقدير دي داسي هم كيږي كه ګورې كله كله كار د صر صر واخلي له نسيمه ((( لا خو چي آدم په دې جهان كښې دى غلام دى كار يې دى نيمګړى هم نظام يې واړه خام دى يم غلام د فقر، د هغه شاهِ دارينو هر ملوكيت چي د هغه په دين حرام دى ((( دى نظر د هغه چي الفت يې پائيدار دى عشق لره، مستي لره، مسلك د ده معيار دى وركړاى شو مقام د عبده خو كه پوهېږې بس جهان د شوق لره هم دى پروردګار دى (11) عثماني ترك ترك پخپل وطن كښې دا منم چي نن امير دى زړه هم باخبر لري، په سترګو هم بصير دى دا مكوه خيال چي د فيرنګ له بنده اووت لا خو د جادو په زولنو كښې يې اسير دى ((( مات يې د دوى سحر كړو ځوانان هغه دي زړه چي نه تړي د فيرنګانو په پيمان مه شه نااميده، د خپل ځان سره يار اوسه اوس هم شته، پخوا هم ؤ، دنيا كښې ځوانمړدان ((( ور يې كړه تركانو ته څه نوي ارمانونه جوړ يې خپل كردار سره كړه نوي جهانونه هو! خو ولي كوم داسي ستم دى چي ووايي لري يې د مخ نه د تقدير كړه نقابونه ((( (12) د ملت لوڼې پرېږده اې پېغلوكې! دا انداز د دلبرۍ نه دي مناسبي مسلمان ته كافرۍ زړه دي د پوډرو په بالښت مه تړه چرې زده كړه په كاته كاته د زړه غارتګرۍ ((( توره ستا نظر دى چي له خدايه دى عطا راكړو موږ ته خداى د زړه د زخم په بها زړه سوچه كامل خو يوړو هغې پاكې جلې آب يې خپلي توري ته چي وركړو د حيا ((( پټ ضمير د دې زمانې نه دى په نقاب كښې خوښ دى دنياګۍ ته وي څرګند، په رنـګ و آب كښې زده د خداى د نور نه د جهان روښانول كړه دې سره د سلو تجلو چي په حجاب كښې ((( دى چي دا جهان قايم، د مياندو بركت دى هرچا لره پروت يې په فطرت كښې امانت دى هر يو هغه قام په دې نكته چي پوهه نه وي كاروبار كچه، هم يې نظام د حكومت دى ((( ما له چي راكړى دا خرد پرور جنون دى دى د مور نظر، چي پاكيزه يې اندرون دى كله په مكتب كښې زړه او سترګي پيدا كيږي څه ده مدرسه؟ خو يو جادو دى يو افسون دى ((( ښه هغه ملت دى چي د دې په پېش و تو راشي قيامتونه د مخلوق په دنيا ګو څه به ورپېښېږي او پخوا څه ورپېښ شوي ځلنده ليدلى شي د مياندو په تندو ((( ته كه نصيحت د دروېش ومنې په ځان زر قامه به مړه شي ته به نه مرې په هيڅ شان شه لكه بتول( او پټ له دغې زمانې شه پورته چي په غېږ كښې كړې شبير( غوندي انسان ((( ته مي راپيدا كړه د ماښام ځنې سحر وبله قرآن ته يو ځل بيا اهلِ نظر تا ته خو معلوم دى چي قرآت* كښې دي كوم سوز دى هغه چي تقدير يې ور بدل كړو د عمر( (13) نوې زمانه څنګه زمانه ده چي كړي دين ترې فريادونه شته په آزادۍ كښې يې زرها رنګه بندونه رنـګ او آب يې ټول د سړيتوب له مخه يووړ جوړ چي بهزادۍ كړل د هغې غلط نقشونه ((( جوړې د نظر نه يې نقشې د كافرۍ دي پټې په كمال كښې د صنعت يې آذرۍ دي و يې ساته ځان د سوداګرو د ټولۍ نه دا دي جوارۍ چي په ظاهر سوداګرۍ دي لمسه كړي ځلمو ته ده بلا دا زمانه ده د ابليس شپې ته ورځ رڼا دا زمانه زه يې د لمن نه تاؤ را تاؤ لكه لمبه يم ده چي بې له سوزه بې ځلا دا زمانه ((( يو ځاى مسلمان كړه فقيري او سلطاني ګډ سره ضمير يې كړل باقي ؤ كه فاني غواړم و ليكن امان د دغې زمانې نه دې چي سره يو كړه سلطاني او شيطاني ((( څه وايم ګډا دي څنګه ده او څنګه نه ده دى اثر د بنګو خوشحالي كله د زړه ده نشته ستا رګونو كښې هغه طوفان د وينې وايه په تقليد كښې د فرنګ دي ګټه څه ده (14) برهمن خپله ځان ته در دسل فتنو دي پرانستلو دوه ګامه وې تېر، چي ستا قدم وښويېدلو ښكلى برهمن ګوره خپل تاخ كړو په بتانو تا واخست قرآن دي پاس په تاخ كښې كښېښودلو ((( ولي به زه وايم برهمن وته بېكاره ما ته درنه تيږه كړي لږ وګوره هوښياره نه كيږي بغير د لاسو مټو له طاقته جوړ چي كړي پخپله يو معبود د ځان دپاره ((( ګوره برهمن ته چي نظر يې پخپل كار وي نه ښايي هيچا ته كوم چي ده څخه اسرار وي ما ته خو دا وايي چي تسپې دي لر كړه پرېږده دى پخپله ګوره تل په غاړه يې زنار وي ((( پاڅه در د غير نه، برهمن وكړو بيان ډك د پيرزويني دي د خپل وطن ياران دوه ملايان چري يو جمات كښې نه ځاييږي ځاى شي درمسال كښې داسي دم لري بتان (15) تعليم چا كښې تاب و تب چي مدامي وي پرې سوځېږي دا د ژوندون اس لره متروكه ثابتيږي دغه تاب و تب زده كړه زامنو ته چي ما ته دا كتاب، مكتب، خو افسانه، جادو ښكاريږي ((( سوى چي پكښې نه وي له دې علمه چاره سازه ډېره ډېره ښه هغه نګاه چي وي پاكبازه بيا نو لا بهتر دى د هغې پاكي نګاه نه هغه زړه چي وي له دوه عالمه بې نيازه ((( هيڅ د خداى د هغه مسلمان سره كار نشته روح يې چي دننه په كالبوت كښې بيدار نشته وتښتېدم ځكه د يارانو له مكتبه يو زلمى پكښې هم د خودۍ څوكيدار نشته ((( دا زما نه زده كړه چي يو ړوند په دواړو سترګو ښه دى د هغه بينا نه كوم چي غلط بين وي واوره كه ناپوهه وي لېكن چي نېك عمل وي ډېر ښه دى له هغه دانشمنده چي بې دين وي ((( رسي كه آسمان ته څه حاصل له هغه فكره چورلي چي چاپېر له هر ثابت و سياره وي لكه يوه ټوټه د ابر چي له باده پورته په وسعت كښې د فضا شي آواره ((( پوه وي كه ناپوهه په ادب به معلوميږي ښكلى په ادب چي وي خوشحاله به اوسيږي هيڅ زما د هغه مسلمان زويه خوښ نه دى زيات چي وي په پوهه او ادب پكښې كميږي ((( مه شه نااميده د طفلانو نه بې ځايه خير دى كه دماغ يې نارسا ښكاري له ورايه ښه ده نو اې شېخه! د مكتب كه ته پوهېږې زړه شته په سينه كښې د هغو كه نشته وايه؟ ((( زده كړه دين دانش دي و خپل كول ته اې دانا اوچه كړي نګين يې د سپوږمۍ ستورو ځلا تا كه څه هنر كړو ور تر لاسه بيا يې ګوره پټ په خپل لستوڼي كښې لري يدِ بيضا ((( زړه نه د مارغه د چمن يو يې وړه نوا هم د ريدي سوز چي يې وو وينه كښې پخوا څه به كوې ناز په دې مكتب او په دې پوهه در يې ډوډۍ نه كړه در نه وايې خسته ساه ((( خدايه د هغه دروېش دي تل ښه وي وختونه شول لكه غنچه چي يې له دمه تازه زړونه دا د عا زما د مكتب طفل ته يې وكړه نه دي شي ډوډۍ لره د هيچا په بندونه ((( چا چي "لاالٰه" كړو غوټه وايې خست له ځانه خلاص شولو له قيده د مكتب او د ملا نه زړه په هغه دين، هغه دانش، مه تړه چرې اخلي چي لاسونه خپلي سترګي زړه له ما نه ((( وينې چي ته دا چي كاروان مړ كړو رهزنانو بيا يې څه تپوس كړې څنګه مړ كړو ظالمانو مه اوسه بې غم له هغه علمه چي يې لولې روح پرې د يو قام وژل كېداى شي هوښيارانو ((( ښكلى ؤ يو ځوان لكه د ګل رنګين كلاه ؤ د امزرو غوندي نظر يې بې پناه علم د چيليو يې حاصل كړو په مكتب كښې خداى دي ورله ور نه كړي يو پاڼه د ګياه ((( اوښ ته په صحرا كښې هسي اووې خپل جونګي خداى د دې څلور كنجه دنيا به چرته وي؟ پلار ورته ويل زويه! چي پښه يې وښويېږي خداى ورته ښكاره شي او هم ځان و پېژني (16) د رزق لټون وي چي الوتل يې له يو بام تر بله بامه داسي جره نه رسوي باز تر خپل مقامه بيا له هغه ښكار ځنې چي يو موټى بڼې وي ښه دى چي شي مړ پخپله ځاله كښې ناكامه ((( تل ساته خپل ځان باندي نظر محرمانه ځكه چي وي موږه له نظر خپل تازيانه ځكه يې لټون د رزق پر موږ باندي واجب كړ شي مو چي د پر د پرانستلو بهانه ((( (17) نهنـګ خپل بچي ته خپل بچي ته څنګه ښه خبره نهنګ وكړه وې په موږ، زموږ په دين، د سيند غاړه حرامه ژوه د څپو سره ځان ژغوره له ساحله دا د سيند دنيا موږ لره ځاله ده تمامه ((( نه يې سمندر كښې ته، په تا كښې سمندر دى خپل ځان دي طوفان ته غورزوه دا دي جوهر دى ته كه يو لحظه يې د څپو نه دمه ګير شوې بس نو بيا هم دغه سمندر دي غارتګر دى ((( (18) خاتمه نه مي له ساقي، نه له پيالې، مي درته اووې وو د عشق حديث په بيباكۍ مي درته اووې ما چي اورېدلي له پاكانو د امت ؤ هغه د رندانو په شوخۍ مي درته اووې ((( بيا راشه خپل ځان ته لمن ونيسه د زړه اونيسه مقام خپله سينه كښې شه مېشته پاڅه دا پټى پخپله وينه كړه خړوبه ما وشينده تخم او حاصل يې واخله ته ((( بل حرم كه وايې بې له زړه او نظر نه دى دا طواف، طواف د چا د بام و د در نه دى راز دى يو زما او د الله د كور تر ميانځه داسي چي پخپله جبرائيل ترې خبر نه دى ((( د عالم انساني په حضور كښې څه دى سړيتوب خو احترام دى د سړي شه ترې خبردار چي كوم مقام دى د سړي ((( د عالمِ انساني په حضور كښې تمهيد (1) هغه پخواني زاړه شراب راوړه ساقي! دا يخنۍ زپلى بوډا ځوان كړه د سپرلي داسي نوا راكړه چي له خپلي ساه له فيضه بل لكه مشال كړم د شپېليو دا لرګي ((( يو ځل د حجرې نه د خلوت را وتل بيا كړه ته سينه فراخه په بادونو د صبا كړه كوم چي دا خروش دى په مقام د رنـګ و بوى كښې ته يې په ژړا د يو مارغه هومره سوا كړه ((( (2) راوړې زمانې فتنې يارانو! تېره شوله وه يې كړل روزل د كم اصلانو تېره شوله خوى يې چنګيزي ؤ چي يې دوه سوه بغداده كړل لكه د ګور د تور بختانو تېره شوله ((( ډېر دي داسي تللي چي اندوه يې وه زغمله مړه شو پرون ورځ يې د صبا اونه ليدله* سخ شه د هغو چي د لمن ځنې د "نن" يې نوې په زرګونو هنګامه را ټوله كړله (3) هيڅ لكه بلبل ژړا په زار نه لرې ته تن لرې خو روح پكښې بيدار نه لرې ته بيا په دې ګلشن كښې چي روا ګل شو كول دي زخم يو پوټى قدر د خار نه لرې ته ((( راشه د خپل ځان سره وهل پرزول زده كړه ته پخپلو نوكو د سينې ګرول زده كړه ليدل كه به پرانستو سترګو ته غواړې د خداى راشه نو په ډاګه د خودۍ دي ليدل زده كړه ((( مه كوه ګيله ته د سختۍ نه د وختونو څوك چي سختي ونه زغمي هغه كم عيار دى تا به د ولو د اوبو تـګ خو وي ليدلى رغړي چي په كاڼو باندي څنګه خوشګوار دى ((( څه ښكلې خبره يو كامتر كړه خپل بچي ته ژوند لكه رېښم په نرم خوى نه شي بسره چيغه د "ياهو" كه اوكړې شوق او په مستۍ كښې سر نه د شاهين به هم اوچته كړې كپره ((( لاړې له مقام كبريائي نه پرېوتې سر د نا اصيلو په دربار كښې ټيټوې ته خو يې شاهين خو تر هغې خود شناس نه يې څو چي ته د خپلي خودۍ دام كښې نه راځې ((( ښه به هغه ورځ وي چي خپل ځان و مومې بيا ده دا فقيري چي اميري كړي در عطا راز د ټول عمري ژوندون خو پټ دى په يقين كښې مړ به شې كه لاره د ګمان ونيوه تا ((( ما غوندي ته هم يې د خپل ځان نه په حجاب څه ښه هغه ورځ ده، چي ځان او مومې جناب بيا به كړي كافر دا اندېشه او غم د رزق تا به كړي كافر دغه خپل علم د كتاب ((( وكړ خپل جونګي ته يو اوښ څه ښكلى ګفتار سخ د هغه كس دى چي پوهيږي پخپل كار زده كړه دا له موږ چي د صحرا يو زاړه تلوني ښايي چي په خپله ملا اوچت كاندي خپل بار (4) يادو كښې زما دي د فرنګ له دانايانو داسي ډېر رازونه د وجود او د عدم هو! خو دا دوه ټكي درته وايم ويې نغويږه ما ته را زده كړي يو سپين ږيري د عجم ((( اې هغه چي ته نامحرمانو يې وژلى يو زړه له كربړ دي د غمونو دى پېرلى ډېر ښه يې صحبت دى د ملا له تاويلونو څو لحظې د هغو چي يې ځان دى پېژندلى ((( (5) دى وجود چي ګورې كه نمود دى؟ وايه دا څه مشكل آسان دى دا حكيم زموږ دانا هغه د "غوپې" په فن كتاب خو وليكلو كوز نه شو لېكن هيچرې تل ته د دريا ((( غوڅ كړه بېستون دي د ترښځ په يو ګذار ځكه چي فرصت درلره كم فلك دو رنـګ دى پرېږده حكيمان چي وي په دغه اندېښنه كښې وځي د ترښځ نه دا شرر او كه له سنګ دى ((( مه ږده كلك په لاس كښې خپل څراغ د آرزو كړه پورته شه تر لاسه ته مقام د هاؤ هو كړه ګوره په چارسو د دې جهان كښې چي ورك نه شې ځان ته را واپس شه دړې وړې دا چار سو كړه ((( زړه د سيند د تا دى د سكون نه بېګانه جېب كښې يې له تا ده د ګوهر يوه دانا موجه محافظ دي دغې خپل اضطراب اوسه ځكه چي د سيند د خوني ته يې خزانه ((( ښايي چي را كش كړې ځان ته دا دواړه جهانه تېښته مناسب نه ده چي ويې كړې له ځانه ګورې كه خپل "نن" دي د "پرون" په نور يې ګوره غوڅ چي شي "پرون" له نن بهر دى له امكانه ((( تا را ته خپل ځان كړو را څرګند ريديه ښه وې لري چي پرده د ښكلي مخ دي كړه دا ته وې شوې چي را زرغون په ريدي ګل يې نامزد كړې ته د ښاخ په ډډ كښې چي وې څرنګه وې؟ څه وې؟ ((( (6) نه ژاړي ځوانمړد چري له درده رنځه غمه هم يې وي ګيله د زمانې نه په زړه كمه ستا غوندي ژړا د هغه نه ده قياس مه كړه سوز او له مستۍ يې وي ژړا نه له المه ((( مه ګڼه چي شي به مېړنى د امتحان مړ نه مري كه هر څو شولو د لاندي د آسمان مړ ستا سره هم دا شاني مرګ ښايي او كه نه وي بيا دي په كوم مرګ چي وي رضا شې به آسان مړ ((( خاوره كه د تن دي وي د روح نه نا محرمه ښاخ به دي هم اوچ وي د نيسان له ښكلي نمه خلاص به شې له غمه محافظ دي د خپل دم شه نشته غم چي ډكه دي سينه ساتې له دمه ((( هره ساه زموږ وي پرېشانه له څو غمه بيا په هر يو غم كښې وي شريك څو نامحرمه دومره ده چي ته پرې د "صبا" بنياد كيښوى شې پوه كه په بها يې يې لرې چي دا څو دمه ((( هغه مېړنى چي يې په ځان ؤ اعتبار جوړه يې بې خوفه په سيندونو كښې كړله لار مست كه په جلوو باندي نظر شي دا روا دى اوسه و لېكن له زړه او لاسو خبردار ((( زړه مو د هغو ټولو غمونو نه دردمند دى اصل يې له دې نابوده خاورو چي څرګند دى زه او ته له هغه خواږه غم نه خبر نه يو اصل د هغه چي له افكارو دى بلند دى ((( مه وايه چي خداى راسره دا وكړه بې خونده ځكه چي لمن خپله څنډلى شې له ګرده پاڅه لاندي باندي دا عالم كړه چي په دې كښې داؤ د جوارۍ ګټۍ نامړد له يو ځوانمرده ((( اوباسه كين دي له سينې چي دود د خوني ښه وي بلا ښه، د دريچې په لار وتلې ور چي نه كړې ته خراج د زړه د پټي چا ته اې د كلي نېكه ګوره وران چي نه كړې كلى ((( ډېر يې دي د شپې په ګرېبان كښې سحرونه ځلند يې د مخ له ستوري دواړه جهانونه مړد چي وي د حق، نوره يې څه نخښه اوښايم شونډو كښې موسيږي د مرګي په چپاوونه ((( (7) پرخې په ژړا، د سحر باد وته دا اووې ستا ځنې لرمه زه اميد د يو نظر زړه مي دى تور شوى د ګلانو له صحبته توى چي په ګياه شم داسي تېر شه په ما بر (8) زړه زړه دى هغه بحر چي ساحل ترې نه جوړيږي موج كښې يې هيبت دى چي نهنګ ترې نه رپيږي هغه يو سيلاب چي سل هامونه را نغښتى شي دغه لوى فلك يې يو حباب ته نه رسيږي ((( اور دى زما زړه او تن زما د هغه دود دى دم په دم چي سوځم دغه ساز يې د وجود دى دى يې جمعيت زما د نيمې شپې له ذكره لړزنده پاره چي يې قرار په چوب عود دى ((( كار د هغه خپله زمانه وړي مخ په وړاندي وي چي د دروېش نظر په خپله خودۍ باندي فقر و سلطاني ده، هم دا اوساتي چي خپل زړه خپله مرغلره لكه سيند د نظر لاندي ((( نه چري خپل زور دي د خودۍ دى ازمايلى نه دي تړ د خپلو لاسو پښو دى پرانستلى وه به زولنه هم دغه خپل عقل سړي ته خداى كه په سينه كښې ورته زړه نه وي بخښلى ((( داسي وايې ته چي زړه پيدا له خاك و خون دى هغه په جادو كښې ګرفتار د كاف و نون دى زړه زموږ منم چي په سينه كښې وي زموږه بيا هم د جهان ځنې زموږ هغه بېرون دى ((( لمر، سپوږمۍ جهان يې نه دى خلاص د زنارۍ نه وا شي هره غوټه هم د هغه د زارۍ نه وركړه هندوستان وته پيغام زما د لوري تل غلام آزاد شي د هغه د بې زارۍ نه ((( زه او ته پټي يو د الله دا يې حاصل دى ناوې د ژوندون لره هم دغه خو محمل دى ګرد شولو د لاري چي دانا ؤ د رازونو پوى نه يې چي عقل ورته وايي؟ دغه دل دى ((( كله په طلب كښې دى د حسن د غريب كله د صليب پر سر ولاړ لكه خطيب كله وي بادشاه چي لاؤ لښكر ورسره ښكاري وي سره د دې د خپل دولت نه بې نصيب ((( مه ګڼه جهان د رنـګ او بوى، جهان د زړه نه كوڅه محل، نه يې خاته، نه پرېواته نه څلور اطرافه پكښې نه مځكه آسمان شته بې د الله هو په دې عالم كښې نشته څه ((( وليدو نظر او اندازې پيدا كړې عقل غواړي چي پرې كچ كړي دا څلور اړخه جهان هغه مست د ميو چي په زړه بللى كيږي را يې ښكلو واړه رنـګ و بو ترې له خپل ځان ((( څه دى محبت؟ خو يو تاثير دى د نظر څه خوږ يې پرهر دى چي له تېر دى د نظر ښكار ته ځې د زړه؟ نو دا تركش خو دي اړتاؤ كړه ځكه چي دا ښكار د تا نخچير دى د نظر ((( (9) خودي نور د كبريا دى چي پرې ځلك وهي خودي جوړې رسائي ګړى د هغه نارسائي وصل يې مقام د جدائي له مقاماتو ده له مقاماتو د وصال يې جدائي ((( تېر چي شي كوم قام له لا له حاصله ګفتګو هله يې را وټوكيږي خاورو ته آرزو بيا دغه خودي شي د آرزو نه تېره توره داسي چي ګذار يې دوه ټوټې كړي رنـګ و بو ((( مومي دا خودي وجود د پاك رب له وجوده مومي دا خودي نمود، د پاك رب له نموده نه پوهېږم زه چي به دا ځلنده ګوهر كوم مقام كښې دى كه دا درياب دى ناموجوده ((( زړه چي كړي د خټو آشنائي هغه ككړ شي خوند ترې د خوبونو د غفلت واخلي خړ پړ شي "زه" كاندي پيدا كومه ګړئ چي را بيدار شي بيا كه دغه "زه" د تن محكوم شي هغه مړ شي ((( وصل مي وصال دى خو وصال دى په فراق كښې دا غوټه څوك نه شي پرانستې بې له نظر ورك وي همېشه ګوهر په غېږ كښې د درياب بيا د سيند اوبه خو اوبه نه دي د ګوهر ((( دا زما دا موټې خاوره ده له هغه دره ګل او كشمالو مي دي له هغه ابرِ تره نه يمه خبر څه به "زه" څه به "هغه" وي "زه" دى په هغه كښې يمه دومره باخبره ((( (10) جبر او اختيار دا مي دى ايمان چي لوى څښتن به ضرور كيدي تَلَه د عمل د دې نړۍ و هر هر څه ته ويره مي له دې ده چي صبا ته په قيامت كښې دا چاره به سمه وي نه ما ته نه هغه ته ((( يو بوډا راهب را ته روما كښې شو ګويانه شته يوه نكته راڅخه وايې خله زما نه هر يو قام د ځان دپاره خپله مرګ پيدا كړه تاسو تقدير مړه كړئ، موږ تدبير اووژلو ځوانه (11) مرګ اورم چي مرګى يوه ورځ خداى ته داسي اووې څومره دا وچ سترګي دي له خاورو چي زيږيږي زه چي د هغه ځنې روح اخلمه شرمېږم يم حيران هغه ته، چي له مړينې نه شرميږي ((( ته وركړه ثبات چي هغه مير د شش جهات دى هم يې په لاسونو كښې زمام د كائينات دى نه شرمېږي هغه د خوارۍ ځنې د مړيني ځكه بې خبر چي له ناموسه د حيات دى (12) ووايه ابليس ته ووايه ابليس ته دا له ما وركړه پيغام ووايه پرړيږي به تر څو ګير يې په دام ما ته دا جهان د خاورو هيڅ ښه نه ښكاريږي ځكه چي سحر يې دى استازى د ماښام ((( دا جهان چي جوړ يې د عدم نه كړو هر ګوره يخ يې ؤ ضمير او هم خالي پروت ؤ له شوره بې زما له ځانه سوى ؤ چرته راته وايه ستا هستي يې هم كړله پيدا زما له اوره ((( سترګي د شوق لا شولې روښانه په بېلتون لا بېلتانه زيات د شوق په زړه كښې كړو لټون حال به څنګه ستا وي؟ زه د دې نه خبر نه يم زه خپل آب و ګِل پوى كړم د خپل ځان په مضمون ((( پوهه يم چي ته يې د خپل در نه اوشړلې بيا يې په طاغوت، رجيم، كافر هم وبللې زه ترې د ازل نه په كړاؤ يمه تر اوسه وني د اغزو مي يې چي زړه كښې دي كرلې ((( ته خو مي خبر يې له صواب او ناصوابه ټوكيږي نه دانه زما له دې پټي خرابه تا سجده ونه كړله په ما دي زړه زهير شو واخسته په ځان زما ګناه دي بې حسابه ((( راشه د شطرنج وكړو بازۍ لكه شاهان ويلي چي له سوزه كړو څلور كنجه جهان جوړ يې چي د پاڼي د وښو نه په هنر كړو يو ښكلې جنت چي دې خوا ته د آسمان ((( خاكي ابليس او ناري ابليس ښه د دې حاضرې زمانې فساد اظهار دى ټول جهان د دې له بدو چارو شرمسار دى ذوق دي كه پيدا كړو د نظر نو، شيطانان خو دوه سوه كه هم وي، نو هر يو دي خدمتګار دى ((( هر طرف ته دي د غوږ، د سترګو، رهزنان سخته كاندي شوكه دا د زړونو، ظالمان غټ غټ ګناهونه خرڅوي په يو كنجكه ځكه چي دي ډېر ارزان فروش سوداګران ((( څه دى شيطان هغه اپوټه چي كاندي يون هغه چي ړندې كړي درله سترګې په افسون زه په حقيقت كښې هغه مړ شيطان ګڼمه هغه چي به ښكار كوي د تا غوندي زبون ((( څه ډكه د زهرو د هغه ده پيمانه مړ كړي روح، خو تن ترې بې خبر او بېګانه ته خو به حلقه د دام يې وينې چي ښكاره ده نه ښكاري چي دام لري دننه په دانه ((( دى چي دا بشر د خپل مقام نه غورزولى څومره چي محكم وي هغه هومره برېښېدلى وي دي تا ګناه به هم بې خونده يخه پخه ستا ابليس كه وي چرې له خاورو زېږېدلى ((( ښكار نه شي د دغې زمانې د ابليسانو ښه راځي غمزه چي د هغوى په رذيلانو ښه دى اصيلانو ته هم هغه ابليس ښه دى خداى يې چي ليدلى او ښه پوخ دى هوښيارانو ((( كلك ولاړ ګذار ته د هغه مردِ ميدان دى زېږنده دا اور چي دى هغه بلند مقام دى هر خاكي هغه لره لائق د ګذار نه دى ځكه چي كوم ښكار وي خوار، په ده باندي حرام دى ((( څه هم كه له فهمه د ناوليو خلګو دور دى بيا هم درته ښايم دا نكته په ما ضرور دى روغ د دغو نوو ابليسانو سره نه دى هغه ګنهګار، د طبعيت نه چي غيور دى ((( د لاري ملګرو ته راشئ كنه! كار د دې امت چي سره ساز كړو موږ چي مېړنو غوندي قمار د ژوند آغاز كړو داسي په جمات كښې د ښار وژاړو په كوكو زړه چي په سينه كښې د ملا صاحب ګداز كړو ((( د لاري ملګرو ته(2) (1) باز دى دلاور دى قلندر د آسمانونو دروند كار كه دي سپك شي د هغه په وزرونو پورته شه فضا د هغه كار لره ورشو ده نه چورلي له جالو، ځان ساتي له دې عيبونو ((( روح نه مي نغمه د الله هو را ووتله ګرد غوندي د رخت نه د هستۍ ودوړېدله ساز واخله له ما چي د زخمك له سوزه تار يې دا لكه چي اوښكې دي زما وڅڅوله ((( اوښكي غوندي زړه كښې د فطرت چي تړپېدمه سترګو ته يې زه په تړپېدو ورسېدمه وګوره رڼا زما، د هغه د بڼو نه ځكه د وښو د پاڅه كم و څڅېدمه ((( بوى راغلو ما ته له منطقه ده خامي دى دليل د هغه د هغه نا تمامي پوري دروازې كړي د اسرارو راته بېرته دوه بيته چي وي د پير د رومرح يا د جاميرح ((( راشه كنه! واخله له ما هغه پخواني هغه چي ژوند خاورو د پيالې ته وركوي چرته كه اوبه ورته زما له ښيښې وركړې لوى به پرې لاله شي لكه قد دى د سړي ((( دى زما په لاس كښې هم هغه پخوانى چنګ شته پكښې دننه ژړاګاني رنـګ په رنـګ هو! خو ږغول يې د زمري په نوك پكار دى ځكه چي تارونه يې رګونه دي د سنګ ((( يو مي سه د دهر پروېزانو ته خبرونه نه يم زه فرهاد چي تېر تر خځ ته كړم لاسونه زه په هغه يو اغزي چي ښخ مي دى په زړه كښې غوڅ به د سلګونو بېستونو كړمه زړونه ((( زه يمه فقير ساز و سامان مي يو نظر دى ما ته وچ واښه ښكاري يارانو ته چي غر دى ښه د هغه باز ځنې كارغه د اديرې دى روږدى چي په لاس د يو بادشاه قوله په سر دى ((( هيچا ته د زړه دروازه پوري نه كړه ما نه زه له خپلوانو له دوستانو شوم جدا ځاى مي د استوګنې ځان ته جوړ كړو په سينه كښې خوښ يم د دې چورلنده فلك لاندي سدا ((( شته په دې چمن كښې نه مي آب او نه مي جاه شته مي په نصيب كښې نه قبا او نه كلاه ما ته ګلچين وايي تا چمن وران آموخته كړو ما چي د نرګس سترګو ته وركړله نګاه ((( دوو سوو هوښيارو دې محفل كښې سخن اووې لا يې ترې نازك لكه چي برګ د سمن اووې اووايه لېكن ما ته هغه سترګور څوك دي؟ و يې كتل اغزي ته، حال يې ټول د چمن اووې ((( ما وته معلوم دي نه علمونه نه فنونه ور مي كړل سخن ته په بل ډول مقامونه كوم چي زما سوز او كوم سرور ؤ په كاروان كښې پورته پرې سپين ږېرو سپك او تند كړه قدمونه ((( نه پوهېږې ته چي زه مارغه يم د صبا نه پېژنم بل څه بې د سوز او د ژړا مه پرېږده لمن مي چي به اولولې بېشكه ته كنجي د باغ پرته په ځاله كښې زما ((( ښكاري دا جهان راته بېخي يو رهګذر نه مي شته زرګونو لاروو كښې همسفر صبر مي كړه زړه له دې خوېښانو له خپلوانو ځكه چي د دوى نه پردى نشته بل بشر ((( پاڅه "ناشته والي" كښې هم ته شته كېدل زده كړه ته خپلي بها لره هر دم زياتول زده كړه راشه په نغمه كښې مي شه محو كه پوهېږې دُر غوندي طوفان كښې مي آرام اوسېدل زده كړه ((( زه پخوانى دې خاكي جهان پاللى يمه بيا هم له دې خپل مقامه ستړى زړه لرمه څو كه را زرغون شوم هم د ده د نم له فيضه بيا هم خپل آسمان زه دغه مځكه نه ګڼمه ((( پوى به نه شي څوك چي نامحروم وي د مردانو زړونه چي ژوندي دي، دا په دم دي د مردانو ځان ساتي له آه و له فرياد و له فغانه تل د ځوانمړدانو غوندي غم وي د مردانو ((( اوزېږو نظر په تن كښې اووينه خپل ځان هغه ګل چي نه دى لا د ښاخه نمايان او كه نه، په شانې د يو غشي په لينده كښې راشه په نظر د تېر انداز اوله نښان ((( نه دى د يقين له ذوقه عقل خبردار بد يې دى ملګرى د حكمت علمِ قمار دوه سوه رازيرح او بو حامدرح يې سيالان نه دي هغه يو ناپوهه چي ليداى شي خپله لار ((( ووايه سامان و زر او لعل و ګوهر څه دي؟ دا زرين كمر غلامان ځلند بشر څه دي دى له دوه جهانه بې پروا لكه چي خداى دى دا يې سرمايه نور خاوندان د هنر څه دي؟ ((( هوش مي دى خودۍ لره نشه چي ده زما كم له ميخانې مي ځكه شور وزي سدا ډېر هم كه خيرنه ناصفا ده ته يې اوڅښه خټه د پرون د خم لري دغه صهبا ((( ستا كه د چيني د منډوسه سره كار دى ما ته له خپل ځان راغلى بوى د يو نګار دى بس دغه لرګى دي د شپېلۍ رالره پنګه نه مي د منبر او نه لرګى پكار د دار دى ((( ما چي جوهر وليد د خپل ځان په آئينه كښې جوړ مي كړو خلوت ځان ته دننه په سينه كښې زه له دې ړندو او د بې ذوقه هوښيارانو وتښتېدم، خوښ يم، په غمونو ديرينه كښې ((( پورته چي مي كډه كړه د ژوند له دې جهانه هر چا به هم دا ويل چي دى زما آشنا ؤ هيڅوك مګر پوى نه شو، په دې چي دى غريب څه ويل؟ او چا ته؟ او راغلى له كوم خوا ؤ (2) زړه كه يې دانا وي او صفا يې وي ضمير وي داسي فقير په تشو لاسو هم امير وي كه په اوږه د يو منعم بې دين ناپوهه نه ده قبا، كته ده، خو كته د حرير (3) ته سجده كوې ورته دارا وي او كه جم ولي اې ناپوهه! شرموې داسي حرم پام كوه حاجت دي فيرنګي ته وړاندي نه كړې اوغورزوه ته د زړه له تاخه دا صنم ((( ما وړوكى پاړكى اورېدلى له يو پير ډېر چي دانشمند ؤ پخوانى روشن ضمير وې كه يې خودي په نادارۍ كښې اوساتله كړي دواړه جهانه به تر لاس هغه فقير ((( پټ دى په دوه حرفه كښې د ژوند چي كوم اسرار دى هيڅ كله منبر د عشق مقام مه ګڼه دار دى نه ډاريږي هيڅ يو ابراهيم له نمرودانو ځكه چي د عود كچه لرګى ته اور عيار دى ((( مه غواړه ريديه له هيچا غم ګساري ما غوندي دننه له ځان وغواړه ياري غږ ورته پرانېزه چي كوم باد راشي خود داره مه پرېږده د خپل پخواني داغ چوكيداري ((( ياد له يو سپين ږيرى مي دي دا دوه نصيحته نه ښايي چي څوك بې خپله روحه په بل ژوي تښته له هغه سړي چي لاس يې بل ته ټيټ وي روح كاندي په بل باندي ګاڼه څه كه تل ژوي؟ ((( اوئې وې ساحل ته چي يو موج ؤ بې قرار زه به يو فرعون لره خپل ځان كړمه معيار كله به خپل ځان كښې تاؤ را تاؤ كړمه معيار كله به ګډيږمه په ذوق انتظار ((( ستا دا مرتبه او د مخ آب كه له فرنګ وي مه ږده خپل تندى بې له هغه د بل پر در اونيسه كوتك ته يې خپل ځان څه بده نه ده ځكه چي دا حق د خر والا دى په خپل خر ((( نه دى فيرنګي لره زړه لاندي تر نګين دي يې ټول ملكونه خو بس يو نه لري دين داسي يو څښتن دى چي طواف كښې د حرم يې شته دي شل ابليسه نشته يو روح الامين (4) ما او تا د زړه او هم د دين نه لاس وينځلي يو لكه د ګل د بوى له اصله تښتېدلي دين زموږه هم زموږ د زړه له مړيني مړ شو موږه دي دوه مرګه په يوه سودا پيرلي ((( هغه مسلمان چي دى خبر په راز د دين ټيټ به غيرالله ته هيچري نه كړي جبين ونه چورلي سم كه د مقصد سره فلك يې وګرځوي دى پخپل مقصد به دا زمين ((( خوى يې د پردو دى نه دى زړه له دې خاكدانه شپه او ورځ يې هم نه دي له دور د آسمانه ولټوه وخت دي خپل قيام لره پخپله لمونځ خو وي د عشق او د مستۍ بې له اذانه ((( نشته دى مقام د شوق چي صدق و يقين نشته دا دواړه بيا بې صحبت د روح الامين نشته وي در څخه برخه كه له صدق او له يقينه پند كوه زړور درته هيڅوك په كمين نشته ((( بس دى مسلمان لره عرفان دغه ادراك وګوري صفا چي ځان كښې رمز د لولاك( خداى نه شي راتلاى زموږ په پوهه كښې هيچري وپېژنه هغه چي يې وې "ماعرفناك* ((( وسپارلو ځان دي د فرنګ په سرو بتانو مړ په بتخانه كښې يې په شان د نامړدانو عقل دي د زړه نه بېګانه، سينه بې سوزه تا چي شراب نوش نه كړه له تا كه د نيكانو ((( نه هر كس له خپله ځانه تېر نه په ګداز دي نه هر يو سړى د نياز په حال كښې مست د ناز دي ده د لاالٰه قبا په سرو وينو لړلې دا اوږد لباس دى د نامړد په قد دراز دي ((( سوزي پرې مومن چي يـې خپل تاؤ دى په وجود كښې دې كشود د هرې غوټـۍ هم د ده كشود كښې ښكاري په قيام كښې جلالت د كبريا يې هم ښكاره جمال د بندګۍ يې په سجود كښې ((( څه پوښتې چي څه رنګه وي لمونځ عاشقانه وي ركوع يې هم لكه سجود محرمانه دومره تب او تاب يې وي يوه الله اكبر كښې نه ځاييږي ستاسو په تمامه پنجګانه ((( وي يې دوه جهانو ته بلنه په قرات كښې ژوند ابدي پټ د مسلمان پخپل ركعت كښې پوى د دې بې سوزه زمانې مړي پرې څه دي شته دى قيامتونه د هغه په "قدقامت" كښې (5) پوى د رزاقۍ په راز فرنګ دى په ښه شان واخلي له هغه ده ته يې وركړي په احسان بيا په داسي ډول رسوي روزي شيطان خپله پاك الله يې هم دې كار ته شي حيران ((( نشته څه حاجت چي اوږدوم درته داستان واخله په يو حرف چي پټ اسرار كړم درعيان خپل همه جهان يې سوداګرو وته وركړ څه خبر په قدر د مكان دى، لا مكان ((( يو جنت دپاره د پاكانو د حرم دى يو جنت دپاره د اربابو د همم دى ووايه مسلم د هندوستان ته خوشحالي كړه يو جنت د خداى په رضا مفت او ويړيا هم دى (6) نيت دا قلندر، د تقرير نه لري هيڅ بې د دې نكتې نه بل اكسير نه لري هيڅ نشته دى حاصل څه د هغه شډل پټي نه پڼه چي د وينو د شبير نه لري هيڅ پاى ( دا د منو چهري شعر دى * من رآني" تلميح ده د مشهور حديث: من رآني فقد رآالله. يعني چا چي زه وليدم هغه خداى وليد. * د قرآن پاك د دې آيت تلميح ده: "لاتخف انك انت الاعلٰى. ( آيات پاك ته اشاره ده:- لا تاخذه سنة و لا نوم. * د حضرت عمر( د اسلام راوړلو واقعې ته اشاره ده. * دا د امير خسرو شعر دى. ( تلميح په حديث: "لولاك لولاك لما خلقت الافلاك. * حديث: "ما عرفناك حق معرفتك. --------------- ------------------------------------------------------------ --------------- ------------------------------------------------------------ از كلياتِ اقبال فارسي ارمغانِ حجاز ارمغانِ حجاز از كلياتِ اقبال فارسي 838 839